د ټرمپ سلاکاران:په افغانستان کې دې د CIA شتون پراخه کړل شي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په يوې ليکنې  کې لیکلي دي، د ټرمپ یو شمېر سلاکاران په دې لټه کې دي چې  له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او سولې د هوکړې له  لاسلیک وروسته په افغانستان کې د سي ای اې شتون ډير کړي.

نیویارک ټایمز لیکي په همدې مسئله د ولسمشر ټرمپ د سلاکارانو ترمنځ اختلافات هم شته دي چې ښایي د سولې پر خبرو هم اغېز وکړي.

سرچینه کاږي که سي ای اې په افغانستان کې د خپل شتون پراختیا ته تیاره شي  نو تر خپل ملاتړ لاندې ځواکونه به په افغانستان کې نور هم پیاوړي کړي او د ترهګرو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې به یې جګړې ته تیار کړي

. تر دې وړاندې هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، که له افغانستان خپل ځواکونه وباسي نو پر ځای به یې په دغه هېواد کې پراخ استخباراتي شتون  ولري. دده په خبره دوی غواړي په سیمه کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه وڅاري او د احتمالي خطرونو مخنیوی وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*