شوکت یوسفزي:له نن څخه د تورخم لاره ٢٤ ساعته پرانستل کيږي

د خیبرپښتونخوا حکومت  وايي سر له نن  به د افغانستان لپاره د تورخم لاره په ازمايښتي ډول شپه او ورځ خلاصه پرېږدي او خلک به کولي شي پرې تګ راتګ وکړي، پر ویزې به تگ راتگ ترسره کيږي

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ويلي دي ، لومړی وزیر عمران خان به یوه اوونۍ وروسته د دې لارې د ۲۴ ساعته  درسمي خلاصېدو پرانست غونډه کې برخه  واخلي ، خو دوی دغه لاره سر له نن څخه  چې د سپټمبر دویمه ده  ۲۴ ساعته پرانستې پرېږدي.

د شوکت یوسفزي پرخبره   د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دوی ته ویلي چې تر ورتګ وړاندې یې دا لاره خلاصه کړي چې معلوم شي څه کمۍ شته چې پر آوارولو یې کار وشي.

یوسفزي وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري شته نو باید هم تجارت او هم د عامو خلکو لپاره آسانتیا رامنځته شي.

د یوسفزي په خبره تراوسه د پرانیست غونډې د نېټې اعلان نه دی شوی، چې د پاکستان لومړی وزیر به کله ورځي، خو تر هغه پورې به دروازه ۲۴ساعته خلاصه وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*