سور صلیب : په یمن کې پرزندان بريد شوي

سور صلیب نړیوالې کومیټې ويلي دي ، د سعودي په مشرۍ سیمه ییز ايتلاف  په یمن کې پر یوه زندان بمبار کړی له امله يې له  سلو ډېر کسان وژل شوي دي.

سور صلیب پرخبره ، بمبار  په ذمار ښار کې شوی او د پېښې ۴۰ تنه ټپیانو درملنه روانه ده.

سور صلیب هم مني چې دوی پخوا په دې ودانۍ کې له زندانیانو سره لیدلي وو.
خو د سعودي په مشرۍ ټلواله وایي، په دې برید کې هغه پوځي هدفونه په نښه شوي چې ډرون بریدونه ترې کېدل او توغندي ترې توغول کېدل.

په یمن کې د سور صلیب مشر فرانز راخنسټاین ویلي، دوی د بمبار له سیمې مړي را وباسي او داسې تمه نه کېږي چې څوک دې ژوند وموندل شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*