خليلزاد له اشرف غني سره سولې پر هوکړې خبرې کړي

ارگ ويلي دي ، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه له  اشرف غني سره کتلي دي له اشرف غني سره يې  سولې پر هوکړې خبرې کړي

اشرف غني د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري ویلي ، چې خلیلزاد پرون ناوخته له دوحې څخه کابل ته له رسېدو وروسته له اشرف غني سره په ارګ کې وکتل.

وزیري که څه هم په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو  خلیلزاد پرون ویلي و، چې د سولې په اړه وروستي جزئیات به له افغان چارواکو سره شریک کړي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*