حزب الله د اسراييلو پر يو پوځي مرکز بريد کړى

د اسراییلو پوځ ويلي دي ، د لبنان حزب الله گوند  داسراييلو سرحدي سیمه کې د ټانک ضد راکټ سره  د اسراييلو پر یوه پوځي اډه او یوه زغر وال ګاډي برید کړی.

او بيا حزب الله گوند ويلي دي  چې دوی د اسراییلو زغر ګاډی ویجاړ کړی دی، خو دواړه لوري وايي چې تراوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د اسراییل پوځ له دې برید وروسته د خپلو سرحدي سیمو خلکو ته ویلي چې عادي ژوند بېرته پیل کړي

اسراييلو  ويلي دي چې د حزب الله د برید غچ یې اخېستی او د لبنان جنوب کې یې بمبار کړی دی.

د اسراییل لومړي وزیر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې هېواد ځواکونو د توپونو د سلو ګولیو په توغولو سره حزب الله ته غبرګون وښود.

د اسراییل لومړي وزیر  زیاته کړه: “ما خپلې اردو ته امر وکړ چې هرې سناریو ته چمتو اوسي او په راتلونکي کې به پریکړه وکړو چې کومه لاره غوره کړو”.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*