په افغانستان کې يو امريکايي سرتيرى وژل شوى

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په يوې خبر پاڼې کې  ويلي دي ، د ‘ اګست میاشتې پر ۲۹مه’ په افغانستان کې یو امریکایی سرتېری وژل شوی دی.

په خبر پاڼې کې نور معلومات نه دي ورکړي چې دا سرتېري چېرته وژل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې هم د دغه هېواد د وژل شویو سرتېرو هوویت تر ۲۴ ګړیو  پورې نه ښودل کېږي.

د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیله تراوسه ۱۷ امریکایي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي.

د روانې اګسټ میاشتې پر ۲۲مه هم دوه امریکايي سرتېري د عملیاتو پرمهال وژل شوي وو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*