نصرت رحیمي: خطرناک مجرم پهلوان جمشید وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت  وياند نصرت رحیمي ویلی د کابل د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د پولیسو او د پهلوان جمشید ډلې ترمنځ نښته شوې  چې په دې نښته  کې خطرناک مجرم پهلوان جمشید ټپي شو، وروسته د پولیسو له لوري روغتون ته وړل شوی او  په روغتون کې ساه ور کړه او مړ شو ، رحیمي زیاتوی چې په دغې نښته کې د پهلوان جمشید د ګروپ دوه تنه نورغړي هم نیول شوی دی. کورنیو چارو وزارت پر خبره ، پهلوان جمشید د کابل په بیلا بیلو حوزو کې په وسله والو غلاو، وژنو، چور او تالان تورن  و.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*