طالبانو د کندوز پرښار څلور اړ خيز بريد کړى

د کندوز ولايت د پولیسو ویاند سید سرورو حسیني ويلي دي ، طالبانو  له څلوورو خواوو پر کندوز ښار برید کړی، چې په وینا یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځوابي  برید روان دی.

د افغانستان د  کندوز ولایت د حکومتي روغتون یوې سرچینې ویلي  ، چې کندوز حکومتي  طالبان روغتون ته ننوتلي او د ښار پر خوا روان دي.

دهمدغه روغتون یوې بلې سرچینې  ویلي، روغتون ته نهه ولسي ټپیان او دوه وژل شوي سرتېري وروړل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي،  دکندز عمومي سړک د طالبانو په واک  کې دی چې په وینا یې د کندوز ښار له کابل بندر سره نژدې د خاک کني سیمه یې هم نیولې ده.

مجاهد زیاتوي، “د کندوز ښار د دریمې حوزې آمر کلک ټپي شو، ګڼ شمېر پولیس يې وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله زياتوي د کندز ښار اړوند شپږمه حوزه هم طالبانو نيولې ده ، ګڼ پولیس په کې وژل شوي او ټپيان دي،

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*