سهيل شاهين: نن شنبه له امريکايي اړخ سره بيا خبرې پيل کيږي

د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو  نهم پړاو خبرې نن  شنبه په دوحه کې بیا پیليږي

ټاکل شوي وه ددې پړاو خبرو توافقنامه څو ورځې مخې لاسلیک شوی وه خو ددې خبرو بیا بیا غځیدل ددې معنا ورکوي چې په دې خبرو کې لا هم ژور اختلافات شته

سهيل شاهين پر ټويټر پرون ناوخته ليکلي دي (نن د جمعې ورځ وه، ملګرو ارام، د جمعې لمانځه او داخلي مجلس ته ځانګړې کړې وه. سبا نهه بجې به په مخکیني ځای کې امریکايي ټیم سره مذاکرات دوام کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*