د سوريې په ادلب کې يو اړخيز اور بند پلى شو

د سوري ادليب ښار کې چې د سوري مخالفينو په واک کې سيمه ده د روسيې له لوري يو اړخيز اعلان شوى اوربند پلى شوى.
 
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې دا یو اړخیز اوربند د سهار له شپږو بجو راپیل شو.
 
د اپریل میاشتې راهیسې د ادلب ښار د نیولو لپاره د سوریې دولتي ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی وو.
 
ملګري ملتونو ويلي دي ، له ادلب ښار څخه سلګونه کورنۍ وتلي او شاوخوا ۵۰۰ تنه وژل شوي دي.
 
په ادلب کې کابو درې میلیونه خلک اوسیږي.
 
په دې سیمه کې د جګړې د درولو هڅې بریالۍ شوې نه وې.
 
د اوربند اعلان يوه ورځ وروسته له هغه مخې ته راځي چې د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو همغاړې کوونکي مارک لوکاک پر امنيت شورا غږ وکړ چې ادليب کې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره اغېزناک اقدام وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*