له تركيې څخه په زرګونه افغان كډوال په زوره راويستل شوي

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي دي ، د  ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا تر دې مهاله له اروپايي هېوادونو او ترکیې څخه ۱۰۳۲۴ افغان پناه غوښتونکي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه ټولنې  نن په یوې اعلاميې کې ویلي، چې په تېرو اتو میاشتو کې ۱۱۵۲ افغان پناه غوښتونکي له اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته پخپله خوښه ستانه شوي او یا هم  په زوره ویستل شوي دي.
په په خبر پاڼه کې ويل شوي، چې د یادو کسانو له جملې څخه ۴۸۲ افغان پناه غوښتونکي په په خپله خوښه  خپل هېواد ته ستانه شوي او ۶۶۰ تنه نور له دغه ټولنې  سره له همغږۍ پرته  راویستل شوي دي.
همدارنګه په تېرو اتو میاشتو کې له ترکیې څخه هم ۹۱۷۲ افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته پخپله خوښه ستانه شوي او یا هم په زور ایستل شوي دي.
د کډوالۍ د نړیوالې ټولنې  په راپور کې راغلي چې تر دا مهاله ۳۹۹ افغان پناه غوښتونکي له ترکیې څخه په خپله خوښه او ۸۷۷۳ نور په زوره له ترکيې څخه افغانستان ليږدول شوي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*