طالبانو د تخار پر ٣ ولسواليو بريدونه کړي دي

د تخار ولایت کې دولتي سرچینو ويلي دي  چې طالبانو  دتخار  ولایت پر دریو ولسوالیو بریدونه کړي  چې له امله يې ۱۸ پولیس وژل شوي او د چاه اب ولسوالۍ د مرکز ځینې برخې طالبانو نيولي دي

د تخار د ولایتي شورا مشر وفي الله رحماني ويلي دي ، طالبانو تېره شپه پر چا اب ولسوالۍ برید وکړ او سهار یې د دې ولسوالۍ اداري ودانۍ او امنیه قومنداني نیولې او د ښار ډېرې برخې ته هم ورننوتي دي

ځینې سرچینې وايي، چې طالبانو د چاه اب ولسوال نیولی دی، خو  رحماني پر خبره ، لا هم پوره باوري نه دی چې دغه ولسوال له طالبانو سره بندي شوی وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټوېټر کې ویلي چې چاه اب ولسوالي یې نیولې ده.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*