د امريکا او طالبانو خبرې نن هم روانې دي

په قطر کې د امريکايي پلاوي  يو مرکچي وايي، له طالبانو سره يې خبرې  نن هم روانې دي

دغې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ويلي چې پرونۍ خبرې يې پر ځايي وخت تر نن سهار پنځو بجو روانې وې.

د قطر په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې روانې دي او ویل کېږي په ډېرو همو  مسايلو کې پرمختګ هم شوی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*