په پيښور کې د کاناډا مېشتو افغانانو د اختر قرباني

ليک س، سيرت
لوې اختر يا د قربانۍ اخترتيرشو په چا يوشان او په چا بل شان، خو په ‏افغانانو که داخل دافغانستان کې دي او که په نورو هېوادونوکې د څلورو ‏لسيزو راهيسې ېې اخترونه د حقيقي اخترونو په څير نه دي دمخه ‏داخترونومبارکۍ په کورنواو حجروکې ورکول کيدې خو اوس افغانان ‏داخترونو په لومړۍ ورځ خپلو شهيدانوته هديروته ورځې ، دهمدې ‏بدبخيتوله منځه وړلو لپاره افغانانو دهرتيري کوونکي په مقابل کې په ‏ايماني او افغاني غيرت مقابله کړې، کوي ېې چې ان شاء لله ډيرژربه ‏افغانان حقيقي (دخوښيو) اخترونه ونمانځي.‏
د تېر لوې اختره پينځه ورځې دمخه يو قاري صاحب راته وويل که ‏شاوخوادى غريبا ن وي نومونه ېې راکړه ګوندې مرسته ورسره وکړو ‏ورته مې وويل زه غريب يم، وې ويل ته خو په دفترکې ښه معاش لري ‏هغه غريبان يادوم چې هيڅ نه لري بيا مې ورته د خښتوپه بټيوکې د ‏يوشمير افغانانوچې ما به پرې د مخه دخپل دفتر لخوا د مبارکې روژې په ‏مياشت کې نغدي مرستې ويشلې نومونه ورکړل خو دا راته څرګنده نه ‏شوه چې قاري صاحب به څه مرسته ورسره کوي.‏
دوه ورځې چې دقربانۍ اختر ته پاتې شي قاري صاحب دهغو افغانانو ‏لپاره چې ما ورته ليکي وو کارتونه راکړل وې ويل د لوې اختر په ورځ ‏دې زمونږ ځاې له راشي چې د قربانۍ خوښه ورته ورکړو.‏
همداسې مې وکړل داخترله قرابانۍ او مبارکۍ چې لږ څه فارغ شوم په ‏درېمه ورځ قاري صاحب ته چې ښکلې شاعرهم دى د يوه بل شاعر د ‏بيمارۍ دپوښتنې او مبارکۍ وروسته هم ورغلم.‏
قاري صاحب راڅخه وپوخښتل څنګه د خښتوپه بټيوکې بې وسه افغانان ‏زمونږ له مرستو خوښ وو؟ ما وويل نه يم پرې خبر چې څه مرسته دې ‏وسره وکړه وې ويل افغانان دې آباد وي په هرځاې کې چې وي اوبيا ېې ‏وويل په کاناډا کې به نورافغانان هم وي خوزما دوه دوستان دي د نومونو ‏نه ښوولو په شرط ېې راته له لوې اختره لس ورځې د مخه پېسې ‏راوليږلې وې راته ېې ويلي وو ښه څاروې( د قربانۍ لپاره مال) واخله ‏اوپه بې وزلو افغانانو ېې وويشه ماهمداسې وکړل تاسې او نورو ‏ملګروچې راته د بې وزلو افغانانو نومونه راکړې وو شميرېې ٥٣ ته ‏ورسيد ما پرې په خپل حساب پينځه پينځه کيلو د قربانۍ غوښه ووېشله .‏
اوس چې د خښتوپه بټيوکې هغه بې وزله افغانان مخې له راشي راته ‏وايي: په کاناډاکې دې ريښينې او زړه سواندې افغانان آباد وي چې مونږ ‏ورته په پيښورکې هم ياد يو. ‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*