پښتون څوک دى ؟

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

دوکتور هاشميان د وينې هغه اړيکې يادوي ، چې پښتنو سره ېې لري حال داچې دده ‏خپله عقيده او عمل هرڅه څرګندوي ‏

دوکتور مير عبدالرحيم عزيز بل ميړني دى، چې په ملي سنګرکې پروت دى چې يو خپل ‏ېې په مخالف دريځ کې ولاړدى.‏

زمونږ حکيمان او شاعران په اويستاکې  موجع وه په دې دستور ګورو، چې خوشحال څه ‏وايي:‏

‏ مرد به نه شي په ګفتار          څوبيدانه کړي کردار‏

څه چې دى خو انتقام دى          دمردانو کارو بار

‏ عفو پورته خداى لرينه          چې نه عيب وي نه عار‏

‏ چې عزت ورسره نه وي      هغه مرد نه دى په کار ‏

‏ چې هم تندر هم باران  وي       ترهغه مردانوځار‏

‏ نامرد فخرپه نسب کا        مرد نه مورلري نه پلار‏

مطلوب داشو، چې عمل دهرسړي مرتبه ټاکي اوپردې زمونږ د مشرانو خبره  يوه ده ‏

احمد شابابا وايي: ‏

ټوله يودي اودلي دي که غلځي  ‏

ښه هغه چې ېې دزړه ښيښه صفاده ‏

وليدل شول چې داحمدشاه باباخبره  چا ونه منله ‏

اوس څه حال دى! دواړه وژل کيږي اوخداى ېې نه بخښي  معتدلوله اعتداله څنګه کار ‏واخست.‏

دوکتور هشميان وايي ما په خپلې يوې مقالې کې هغو کسانو ته ځواب ويلي ؤ، چې ‏غوښتل ېې دافغانستان نوم  پرخراسان واړوي  بيا ېې ماپسې داميد په جريده کې وليکل ، ‏چې پښتانه سيدان خپل سيال نه بولي.‏

داخبره رښتياده  پردي معنا چې دحضرت پيغمبر(ص) اولاد ېې بولي  هغه پيغمبرچې د وى ‏ېې کلمه وايي ، حتا پارسي ژبه پردى ښه بولي،  چې د حضرت سلمان پارس ژبه وه او ‏هغه يوصاحبي ؤ خو خراسان دافغانستان دنوم په توګه نه مني، ايراني ژبه نه غواړي او د ‏پارسي ژبې داکټري ايران څخه له خپلې سوېې ټيټه ګڼي،   چې يوافغان ېې ترلاسه کړي  ‏بيا داطلاعاتو او فرهنګ وزيرشي  ، که دا اطلاعاتو او هڅوب وزارت وويل شي نو په  ‏شمسي نظام کې بۀ څه بدلون راشي.‏

خراسان دافغانستان  يوولايت دى چې د نونسمې پيړۍ په سر کې د انگليس- ايران په ګډه ‏دسيسه بېل شو او دې دسيسې کې کورنيوخاينانو لکه شامحمو  سدوزي او وزير فتح خان ‏هم لاس درلود. ‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*