هغه افغانان چې پشا نه تلونکى انقلاب يې مات کړ

ليک : س ، سيرت

دپرنګي سره دکلونو کلونو جګړو وروسته افغانانو دسرونو او هراړخيزې قربانۍ په بدل  کې په ١٩١٩م کې  افغانانو له انګريزانو ازادى ترلاسه کړه

تر ټولو لومړى افغانستان پخواني شوروي اتحاد په رسميت وپيژانده  او لينين په ټوله  نړۍ  کې ځان د افغانانو لومړى دوست ګاڼه

خو همدي لومړى دوست سره له دې چې په ١٨٨٥م کې روسانو پر پنجده بريد وکړ افغانانو دروسانو  سره  سخت مقاومت وکړ  چې په پاى پنجده افغانانو ته لاس ته  ورغله په همدې کال روسانو پدې شرط چې هيڅ وخت به پر افغانستان حمله نه کوي  له افغانانو پنجده واخسته افغانانو هم اړوو چې دپنجدى په موافقه ديوه دښمن مخ له ځان څخه  واړوي

افغانانو له افغانستان څخه  دانګريزانو د تيښتې وروسته يو څه د ارام سا واخسته خو روسانو يا پخوانى شوروي اتحاد پر افغانستان ديرغل لپاره يو شمير ضمير پلوري کمونستان وروزل او پر افغانستان  د بريد لپاره ئې لومړى دکمونستى نظام درامنځ ته کيدا پلان جوړ کړ .

روسان چې دروزل شوو افغانانو له غلامۍ ډاډه شول په افغانستان کې ئې ورته دفعاليتونو پلان ورکړ په لومړى ځل په ١٩٦٥م کې دکابل په شير شا مينه  دنور محمد ترکي په کور کې دکمونستي ګوند دکنګرى جوړولو بنسټ کيښود .

روسانو به ترکي ، کارمل او ……… نورو ته دروسي دانقلاب درس ورکاوه چې له جوړښت وروسته پشا شوې نه دى همدا د روسيې يا اکتوبر دانقلاب په څير به کمونستانو پر داود کودتا وروسته په خپلو غونډو کې شعار پورته کاوه چې زمونږ کمونستي انقلاب پشا نه تلونکى انقلاب دى

دکارمل په وينا (انقلاب برگشت نا پذير است ) دهمدې برگشت نا پذير انقلاب دماتې افتخار نصيب افغانانو ته ور په برخه شو

افغانانو په شا نه تلونکى انقلاب ته شرموونکې ماتې ورکړه

دپشا نه تلونکى انقلاب لومړې لامل خپله په کمونستانو ( غلامانو کې) بې اتفاقي په دوه ډلو خلق او پرچم سره وويشل روسانو هم همداسې غوښتل کومې هيلې ئې چې له نور محمد ترکى درلودى په نظر کې نه ښکاريدى دخلقې نور محمد ترکي سره صالح محمد زيرى ، محمد اسماعيل دانش ، عبدالکريم ميثاق ، حفيظ الله امين ، غلام دستګير پنجشيرى ، عبدالحکيم شرعي جوزجاني ، شهرالله شهپر ، ډاکټر شاه ولي او ډاکټر نجيب پاتې شول .

دپرچم ګوند سره چې ببرک کارمل ئې مشري پر غاړه درلوده  مير على اکبر خيبر ، سليمان لايق ، على محمد زهما ، غلام محمد غبار ، ان هيتا راتېبزاد  او  سلطان علي کشمند پاتې شول يا د دوه ډلې کمونستي کدرونه د لومړۍ لنګري غړي وو  نور کمونستان بيا وروسته تنظيم او دمرکزي کميټى غړيتوب ورکړل شو

هغه مهال چې برژنف دپخواني شوروي اتحاد دعالي شورا رئيس ؤ په افغانستان کې د کمونستي کودتا او پر افغانستان ديرغل لپاره روسي نظامي او سياسي کسانو ته دنده ورکړې وه چې پر افغانستان دبريد پلان همدې کسانو جوړ کړې  چې په هغو کسانو کې ددفاع وزارت مرستيال پاولو فسکي ، ددفاع وزارت ستر سلاکار ګوريلوف ، دبهرنيو چارو سياسي مرستيال او داپراتيف عمومي رئيس جنرال وارينکوف ، مارشل نيکولاى اګاروف او ……. وو چې پر افغانستان ئې دبريد پلان جوړ کړ او دکمونستي کودتا وروسته ئې دحفيظ الله امين په وژلو خپل پلان دکارمل په رامنځ ته کولو عملي کړ .

دافغانستان مجاهد ولس ته چې دروسيې اکتوبر او کمونستي ثور دانقلاب دپشا کيدو نصيب ور په برخو شو

يو لامل ئې دکمونستانو ترمنځ بې اتفاقي په پرچم ، خلق ډلو ويشل او بل خپله دافغان ولس پوخ ايمان په افغاني غيرت دروسيې يرغلګر په مقابل کې کلک مقاومت ؤ

. لکه اوس چې امريکا له افغانستان څخه  دجګړې په بايللو او ميليادونو تاوانونو وروسته دخپلو پوځونو د ويستلو هڅي کوي

پخواني شوروي هم دګوربا چوف دمشرۍ پر مهال افغانستان ١٩٨٩م کې دژنيو دموافقې له مخې خپل سرماتي او غاښ ماتي پوځونه په بشپړ توګه وايستل .

روسانو په ١٩٨٦م کې له کارمل څخه  دکمونستي نظام واک ډاکټر نجيب ته وسپاره خو د ډاکټر نجيب واکمني دهغې دپايښت لپاره ډيره سخته وه چې افغانستان ټول مجاهد مجاهد ؤ روسانو پدې فکر کې وو که د ډاکټر نجيب په مشرۍ کمونستي نظام په افغانستان کې پاتې شي بيا به لکه اوس چې امريکا پلمي کوي

دافغان پوځ سره دروزنې او همکارۍ په نوم نور پوځ راوليږي خو دنجيب رژيم مخ په زوال ؤ .

ډاکټر نجيب ته خپل نږدي ملګري او ددفاع وزير شهنواز تڼي زيات تاوان ورساوه

دوه مخالف فکرونه کمونست تڼي او مجاهد ګلبدين حکمتيار داقتدار لپاره يو شول تڼي په ١٩٩٠ دمارچ په مياشت کې پر نجيب ناکامه کودتا وکړه چې  تڼى په کمونستانو او حکمتيار په مجاهدينو کې بې اعتباره شول

پر ننګرهار هوائې ډګر او ثمر خيلو دسرخ ديوال دسختې جګړې وروسته دهغه مهال دجهادي تنظيمونو دقوماندانانو د مشر جلال الدين حقاني په مشرى په خوست کې په ٤٥ ورځو کې ٤٢ جنګي الوتکى نسکورى کړل شوي .

امريکا دپخواني شوروي سره دمخالفت په لرلو بيا هم نه غوښتل مجاهدين پر کمونستي نظام برلاسي شي

په جلال اباد هوائي ډګر چې جګړه روانه وه پر مجاهدينو ئې نظامي مرستې کمې او بالاخره مجاهدين دهوائې ډګر په نيولو موفق نه شول .

د ډاکټر نجيب نظام هغه مهال په سلګيو شو چې جلا الدين حقاني ١٣٤٩ دحوت په ١١ مه دخوست دفتحې اعلان وکړ همدا ډول دکابل ، ننګرهار په لويه لار دمجاهدينو عمليات په بګرام هوائې ډګر توغندوئې بريدونو دکمونستانو په شانه تلونکي نظام شاتګ ته اړ څه چې داکتوبر انقلاب ئې هم دشرم او ماتې سره مخ کړ

په بل پشا نه تلونکي قوت امريکا به بيا رڼا واچوو .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*