فواد چودري: پاکستان د هند لپاره د خپل هوايي حریم پر بندولو  غور کوي 

د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیر فواد چودري  ويلي دي چې پاکستان  یو ځل بیا د هند لپاره  د پاکستان  د هوايي حریم یا لارې پر بندولو  غور کوي

نوموړی تېر ماښام یوه ټوېټر ويلي دي ، چې پر هند د پاکستان د هوايي حریم پر بندولو سربېره د پاکستان له ځمکې افغانستان ته د هند د سوداګرۍ پر پوره بندولو هم غور کوي فواد زياتوي

“پر هند د خپل هوايي حریم د پوره بندلوو غور کوو او د کابینې غونډه کې د پاکستان له ځمکې افغانستان ته د هند د سوداګرۍ پر بشپړ بندولو د غور خبره وشوه”.

د هغه په خبره، د دې پرېکړو لپاره پر قانوني لارو چارو غور کېږي.

د هند له خوا د کشمیر د ځانګړي حالت له ختمولو وروسته د اسلام اباد او نوي ډېلي ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی او د پاکستان د خواله رسنیو کارن دا غوښتنه کوي چې هند دې د دغه هېواد له هوايي حریم بند شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*