طالبانوسره په سوله د امریکا او اشرف غنی ترمنځ اختلاف

 

لیک : س، سیرت
دحامدکرزی د حکومت په وروستیوکې دامریکا او کرزي ترمنځ اختلافات را ولاړ شول چې آن لفظي تریخوالي ته ورسیدل،حامدکرزي امریکایی جنرالانوته وویل چې که امریکا رانه مخ واړوي نورې لیارې (روسیه) شته چې اوباماسره دهمدې ترینګلتیا وروسته کرزي مسکوته سفر وکړ.
اوس د طالبانوسره د سولې په اړه چې د طالب مشرانواو امریکایی مرکچیانویا دافغانستان لپاره د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ خبرې روانې دي دامریکا او اشرف غني ترمنځ اړیکې خرابی شويدي، امریکا هڅه کوي د افغانستان په راتلونکو انتخاباتوکې داشرف غني بدیل مخ ته کړي او اشرف غني هڅې کوي دجهادي مشرانو اوپښتنوپه راټولوخپلې اکثریت ترلاسه کړي.
که څه هم امریکا د افغانستان په روانه جګړه کې په میلیاردونوډالر تاوانونه وګالل خو دهغې تاوانونونور اهداف دي ددې لپاره امریکا تاوانونه، نه کوي چې په افغانستان کې د طالبانوسره دسولې او یا دانتخاباتوله لیارې سوله اویوغښتلی حکومت رامنځ ته شي امریکا په افغانستان کې هیڅ وخت دیوه ګوند، او یوه شخص واکمن حکومت نه غواړي تل هڅه کوي چې دافغانستان دواک ټولې چارې ورسره وي او افغانان یواځې او یواځې په اختلاف سره اخته وي.
امریکایی چارواکو د اشرف غني سره خپل اختلاف پټ ساتلې خواشرف غني پټ ونه ساتلای شوتیره ورځ ېې دهرات په سفرکې په ډاګه وویل ماته ترسولې انتخابات لومړیتوب لري، امریکا غواړي دانتخاباتو د مخه سوله وکړي ، طالبان په افغان حکومت کې ورګډ کړي څوراتلونکې نظام له موجوده نظامه نورهم پسې ګډ وډ شي.
د امریکا هدف دانه دی چې طالبانوته په راتلونکي نظام کې څه غوښنه ونډه ورکړي یا په څه امتیازاتو ېې ونازوي هدف ېې دادې چې اشرف غني ته به موجوده ستونزو دسیاسی اختلافاتو ستونزې نورې هم پسې زیاتې کړي.
د نورو اختلافاتوترڅنګ دامریکا اواشرف غني ترمنځ د اختلاف مهم ټکی دادی چې اشرف غني وايي له انتخاباتو وروسته به سوله کوي او امریکا وايي له سولې وروسته به انتخابات کوي، دهمدې اختلاف په لرلو سره امریکا په قطرکې دسولې جزیات کابل ته نه ورکوي هغه څه چې طالب مشرانوسره ېې وايي اوموافقه پرې کوي له اشرف غني ېې پت ساتي هغه وخت به اشرف غني خبریږي چې نړیوال ترې خبرشي.
زلمي خلیلزاد افغانستان ته بې شمیرسفرونه وکړل خو اشرف غني پرې خوښ نه دی اوباور پرې نه لري وايي طالبانوسره که امریکا سوله کوي ودې کړي افغان پوځ باید دطالبانو سره دغني په وینا جهاد وکړي، کله چې افغان حکومت ورسره خبرې وکړي بیا به په افغانستان کې سوله وي، مانا داچې اشرف امریکا طالبانو سره له سولې ناخبره او لرې ساتلې ېې سخت اختلاف ثبوت دی.
امریکايي رسنیواعلان کړه چې په دوه اونیوکې به د طالبانو سره د سولې هوکړه وشي اواشرف غني له ارګه اعلامه خپره کړه چې طالبان یوه ورانکاره ډله ده عام المنعفه تاسیسات له منځه وړي داشرف غني دپلویانوپه فکر که دا سوله وشي پراشرف غني به تپل شوې سوله وي.
تیره ورځ اشرف غني دافغانستان ملي تلویزیون سره په مرکه کې وویل: د طالبانو غوښتل د بېرته شاتګ په معنی او د جمهوریت غوښتل د سولې راوستل دي، اشرف غني افغان ولس ته د تلویزیون له لیارې وویل جمهوریت غواړی که طالبان؟، که طالبان غواړی بېرته شاته ځی، که جمهوریت غواړی د جمهوریت په چوکاټ کې سوله راځي، اشرف غني دامریکا دهڅوبرخلاف وايي لومړې انتخابات اوبیا دجمهوريت په چوکاټ کې سوله راتلای شي.
دامریکا هدف دادې چې طالبان له سولې وروسته په حکومت کې ورګډ کړي اواشرف غني طالبان په اسلامی امارت سره نه مني دیوه سیاسي ګوند په نوم ېې دافغان حکومت سره خبرې د سولې کامیابی ګڼي چې دهمدې او نورو اختلافاتو په لرولو سره امریکا غواړي په افغانستان کې یا د اشرف غني بدیل پیدا کړي اویا له انتخباتو وروسته داسې کمزورې حکومت رامنځ ته کړي چې د پایښت سا اخستلو ته پاتې نه شي.
اشرف غني په داخل کې هم اختلافات لري چې امریکا ترې ښه ګټه پورته کولای شي، امریکا غواړي په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد په څیر دسیاسي ډلواواشخاصو ترمنخ د نفاق رول ولوبوي ویره لري څو پرځان باوري اوپه خپلوپښو ولاړافغان حکومت بل لوري ته مخه نه کړي .
د امریکا د بهرنیوچارو وزیرمایک پمپیو، لوې درستیز جوزیف ډنفورډ اود سي،آی،ای مشرجینا هسپل ېې په افغانستان کې د پخوانیوروسي چارواکو د لوی درستیز مرستیال جنرال اخراسیف، د دفاع په وزارت کې د سیاسي چارو مرستیال جنرال وارینکوف او د دفاع وزارت دسیاسي چارو سلاکار واصلي زاپلاتین رول ولوبوي چې ترکي ته ېې امین، امین ته ېې کارمل او کارمل ته نجیب راپورته کړل .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*