په قطرکې سولې ته نږدې نهم، خوترټولو سخت پړاو

لیک: س، سیرت

امریکايي مرکچیان اوطالب مشران د قطرد خبرو هرپړاو ګټوربولي او رسنیوته وايي چې پرمختګ شویدي خو بیاهم داسې ستونزې پکې پاتې وي چې طالب مشران او امریکایي مرکچیان دواړه د افغانستان ګاونډیویانوروهېوادونومشورو ته اړشي ددې نه دا څرګندیږي چې ستونزې لاپرمخ کې زیاتې دي او ورځ په ورځ دامریکا د دریځونو په بدلون زیاتیږي.

د امریکا لخوا له ټرمپ څخه  نیولې تر مشاورینوپورې ېې وايي چې د افغانستان ستونزه  حل کیدونکې ده  او نورنه غواړي خپل پوځونه ېې تاواني جګړه کې پاتې شي خو د سولې خبرې چې کله د کامیابۍ درشل ته نږدی شي داسې اینډه به ونیسي چې دمنلو وړ نه وي او نه به پرې افغان ولس رضا وي.

د طالبانو لخوا چې امریکایی مرکچیانوته به خبرو کې کوم شرطونه وړاندې شويدي هغه دسولې دحل شرطونه دي خو دامریکا لخوا داسې شرطونه وړاندې کیږي چې هغه دسولې پروړاندې خنډ څه چې جګړه نوره هم دوامداره کوي.

تراوسه ټولو امریکایی نظامي او سیاسي اړخونوېې دقطردخبرو تراتم پړاوه  ویل چې له افغانستان څخه  خپل پوځونه باسي خو اوس داسې شرط چې له پوځونوډیرخطرناک( داستخباراتوپاتې کیدل) دي د سولې پر وړاندې سترخنډ دی چې په نهم پړاؤکې به پرې خبرې وشي او همدا شرط دی چې دقطردخبرو اتم پړاؤ ېې ترنهم پړاوه ورساوه .

د قطر د خبرو نهم پړاو همدې ته ځانګړې شوې چې په افغانستان کې د استخباراتو په اړه خبرې وشي ترتیرو اتو پړاوونوسخت اوپریکنده پړاو دی، که ټرمپ له خپلې ایڼدې ترې تیرشو خو دافغانستان مسئله حل ته نږدی ده او که پرې ودرید نوجګړه نوره هم دوامداره ده چې امریکا دافغانستان جګړه په لوې لاس د دا ډول شرطونو په وړاندې کولو دوامداره کوي.

ټرمپ خو د امریکا په نیوجرسي ایالت کې د اګست په ۱۶مه د خپل مرستیال مایک پنس، دبهرنیوچارو وزیرمایک پمپیو، د دفاع وزیرمارک اسپر، دپوځ ستر درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ، د ملي امنیت سلاکار جان بولټون، دسي،آی، ای د مشرجینا هسپل او خپلو نږدی سلاکارانوسره مشورې ورکړې چې په پایله کې ېې په افغانستان کې د یوڅه پاتې کیدونکي پوخ پرځای د نظامي استخباراتو د پاتې کیدا مشوره  وکړه ، اوس به طالبان دهمدمره یا تردې زیاتو مشرانو سره مشوره کوي اودمعلوماتو له مخې څه مشرانو سره ېې مشورې کړې هم دی چې په قطر کې دنهم پړاؤ په خبرو کې په افغانستان کې داستخباراتو دپاتې کیدا په اړه ورسره څه ډول خبرې وکړي.

د ټرمپ لخوا په افغانستان کې د پوځونوپرځای د استخباراتو د پاتې کیدا نه زماپه فکر مطلب دادې چې طالب مشران له افغانستان څخه  دخپلو پوځونو په اوږد مهاله مهالویش وتلو قانع کړي، طالبان وايي چې بهرني پوځونه دې له ۹څخه تر۱۲میاشتو پورې له افغانستان څخه ووځي او امریکایی چارواکي په دې فکردی چې باید  یونیم یا دوه کاله پس دی ووځي کیدا شي دقطرپه نهم پړاو خبرو کې همدا دوه نظرونه د بحث اصلي موضوع شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*