همدا راز بله ژبه زابلي ده

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

د پارسي کلمه بل مدرک نه لري يې له پارس څخه چې دايران په جنوب کې دى

دري له درې سره اړه لري  درې او غرونه په  افغانستان کې ډير دي

هري يو حقيقت دى ما چې ددريو کتابو دري لغات چې په ايراني پارسي ژباړل شوي شميرلي دي دري زره لغات کيږي  او هغه کتابونه دادي دحکيم سنايي ديوان ، دبيدل ديوان ، دشهر سمک کتاب او که دغه لغات په کابل کې وګورئ  عام لغات دي

دري ژبي له پښتو ژبې سره يوځاى اوسي نو ضروري ده چې پښتو لغات په کې وي دري دخراسان ژبه ده او خراسان په تاريخ کې افغانستان سره و  يواځې لکه پښتونخوا دنولسمې پيړۍ په سر کې دانګليسانو پر هڅې دواړه خواوې بيلې شوې .

دکوشانيانو ، يفتليانو ، صفاريانو ، غزنويانو ، غوريانو، هوتکيانو او ابداليانو يو نيم زر کاله خراسان خپل اصلي هېواد سره وساتلو

دوه سوه پنځه کاله دمخه د انګليس ، رنجيت سنګهـ ، شاه محمود سدوزي ، وزير فتح محمد زايي پر ګډو دسيسو بېل شويدى

. ددې لپاره چې دخراسان په تاريخي واقعيت پوه شو

ستا سو پام دافغانستان دپادشاه سلطان مسعود غزنوي هغې وينا ته را اړوم چې  په نيشاپور کې يې کړيده .

کله چې د اوو هېوادونو پادشاه سلطان محمود زابلي وفات شو  شهزاده مسعود همدان ته نژدې وغوښتل يې   چې بغداد ترلاسه کړي  نو دغزني په لوري بيرته را وګرځيد  چې نېشاپور ته ورسيد دخراسان مشران او کشران دده حضور ته راغلل  په صفه تاج کې چې سره غونډ شول دلته بڼ و چې هم دده  دپلار سلطان محمود عليه رحمه ته دعا وکړي او هم دده دپادشاهۍ مبارکي ورکړي او بيعت وکړي .

سلطان مسعود دخراسان خلکو ته داسې وينا وکړه دغه ښار ډير مبارک دى دغه ښار او د هغه خلک راباندې ګران دي  کوم کارونه چې تاسو زما لپاره  کړي نورو ځايو کې نه دي شوي  څه چارې په مخه کې دي  چې ژر به ترسره شي

دخداى تعالى پر فضل به هغه تر سره شي بيا به دخراسان دخلکو کارونه ترسره کړو او ځانګړې پاملرنه به وشي اوس به دومره وشي چې امر وکړو هغه چارې چې حسنگ کولې هغه دې ودرول شي او پخواني قواعد دې عملي شي .

کومې چارې چې حسنګ او ملګرو يې کولى پر هغو پوهيدو خو مونږ هغه مهال په هرات کې وو څه نه شول کيداى هره اوونۍ به دوه پلا  دخلکو شکايتونه اوريدل کيږي  او هغه به په ازادې او پرانستې فضا کې وي  هرڅوک به راځي  او خپله خبره به بې ويرې کوي  څو بشپړ نياوو  ورسره وشي پرته له دې کولاى شي لوى حاجب ته خپلې ناخوالې ووايي مونږ امر ورکړى چې جيلونه دې وکتل شي  او د بنديانو له پښو دې زنځيرونه ليرې کړي  څو هغو پر ډاډ دعدالت کارونه وګوري ويره ورسره نه وي او زمونږ دراتګ په اغيز پوه شي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*