حوثیانو امریکايي بې پیلوټه الوتکه غورځولې ده

امریکايي او یمني سرچینو ويلي دي ، حوثي وسله والو  د امریکا یوه بريدگره  بې پیلوټه الوتکه د یمن پلازمېنې صنعا ته څېرمه غورځولې ده.

دوو امریکايي چارواکو د نومونو نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته منلې ده چې یوه بريدگره  اېم کیو – ۹ ډوله بې پیلوټه امریکايي الوتکه ویشتل شوې ده.

وړاندې د حوثیانو یوه ویاند د امریکايي بې پیلوټه الوتکې د غورځولو ادعا کړې وه.

په ورته وخت کې د امریکا د مرکزي قوماندې (سنټکام) ویاند په یوه خبرپاڼه کې ددې پېښې په اړه ویلي وو چې په اړه یې پلټنه روانه ده.

نټکام په خپله خبرپاڼه کې دا هم ویلي وو چې ”موږ په شکاره ویلي چې د ایران پاروونکي ګامونه او د وسله والو ملاتړ یې حوثیان د سیمې د امنیت لپاره یو ګواښ ګرځولی دی.”

څو میاشتې وړاندې ایراني چارواکو هرمز تنګي ته څېرمه هم یوه امریکايي بې پیلوټه الوتکه ویشتلې وه.

د حوثیانو ویاند ویلي، ددغې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو لپاره کارول شوی توغندی یمن کې جوړ شوی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*