امريکا سره د اشغال د پاى که د دوام هوکړه؟

ليک ډاکټرخاموش
په افغانستان کې د راتلونکې جمهوري رياست د ټاکنود کمپاين اوسياسي ګوندونوترمنځ د جوړښتونو، مصلحتونو، بحثونو‎ ‎او‎ ‎غونډو‎ ‎زوراخستې خو امريکا يي چارواکي، ټرمپ د دفاع او بهرنيوچارو وزيران ېې وايي په افغانستان کې ‏ترانتخاباتودمخه بايد د طالبانو سره د سولې په اړه يوه هوکړه وشي چې امريکا په افغانستان کې د ١٨کالو د جګړې له ‏تاوانونوځان وژغوري او هم په افغانستان کې د اوږدې تاواني جګړې خپل پوځونه خپلو کورونوته راستانه کړي، خوټرمپ ‏ورسره دا هم وايي په افغانستان کې د امريکا يوشمير پوځي حضورته اړتيا شته چې افغانستان بايد دهغوې د څار اوکنترول ‏لاندې پاتې وي .‏
ټرمپ د خپل واک په لومړيوکې ويل طالبان به اړباسو چې سولې ته غاړه کيږدي اويابه ېې له منځه وړو خو اوس ټرمپ او ‏امريکايي نظاميان هڅې کوي د طالبانو سره ژرد سولې هوکړه وکړي، هغه هم د بشپړپوځونو په را استلونه بلکې د يوڅه ‏پوځ په پاتې کيدا هوکړه کوي، په تاريخ کې داسې سوله نه د ه شوې چې هم دې سوله وي ، هم دې اشغال وي اوهم دې ‏واک د مقابل دښمن لورې سره پاتې شي، په هيڅ صورت دا ډول سولې ته سوله نه ويل کيږي البته معامله ورته ويلاي شو. ‏
ټرمپ ادعا کړې چې طالبان غواړي د امريکا پرخلاف جګړه ودروي او طالبان وايي ترڅو چې په افغانستان کې بهرني ‏پوځونه موجود وي پرخلاف به ېې جګړه دوام ولري ددې نه دا په لاس راځې چې امريکا په افغانستان کې د يوڅه پوځ په ‏شتون سره د سولې هوکړه نه کوي بلکې اشغال ته دوام ورکوي، که امريکا په افغانستان کې د سولې هوکړه کوي نوبياخو ‏هغه خطرچې امريکايي ځانته متوجه کوي د سولې په هوکړه له منځه ځي .‏
که ټرمپ وايي چې د جګړې په دوام لس ميليونه افغانان نه وژنم د ټرمپ خبره پرځاې ده هغه ته به خپلو استخباراتو راپور ‏ورکړي وي چې د ١٨کالو د جګړې په دوران کې لس ميليونه افغانان وژل شويدي د نوروالسوميليونو وژنه نورتاوانونه ‏لري، بايد نوره په افغانستان کې د تاواني جګړې لمن را ونغاړل شي .‏
که امريکا د طالب مشرانو سره په افغانستان کې د يوشمير پوځونو په شتون د سولې هوکړه کوي نو د اخواشغال پاى نه شو ‏د اشغال د دوام هوکړه ده، په افغانستان کې د جګړې د دوام هوکړه ده، طالبانو د خپلو افغانانو پرخلاف وسله پراوږده نه ده ‏ايښې بلکې د بهرنيوپوځونوپرخلاف ېې وسله راپورته کړې ده، طالبان بين الافغاني مذاکرات غواړي خپلې مسئلې د ‏افغانانوسره په شريکه حل کوي څو د بهرنيواشغال پاې ته ورسيږي.‏
د ټرمپ په وينا هم باور نه دې پکار په لسو دقيقو کې پرايران د بريد څخه پښيمانه شو، که د بهرنيو، کورنيودفاع ‏وزيرانواو مشاورينو په افغانستان کې د يوشمير پوځونو د پاتې کيدا له تاوانونو خبر کړ له دې وينا به هم مخ واړوي وايي ‏به چې د روسانو په څير له افغانستانه خپل سرماتي او غاښ ماتي پوځونه باسو، د ګروموف په څير به ېې امريکايي ‏وروستى جنرال ترخې خاطرې له ځانه سره يوسي.‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*