پکتيکا او خراسان

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

زمونږ زلمي ليکوال او هغوي چې په خبره پوه دي څو مسايلو باندې شکي دي په دې ليکنه کې غواړم ، چې هغه راڼه  او ښکاره شي .

لومړى درې ژبه او  دوه يم خراسان

درې ژبه په لومړي سر کې داسې نه وه لکه چې اوس ده مونږ نه يواځې درې ژبه لرو دري خيل هم لرو

دوه يم خراسان او پښتونخوا دوه وزرونه دي   چې افغانستان تل په تاريخ کې پر دي دوه وزرونو الوتنې کړيدي  چې وروستيو کې به پرې ټينګې خبرې وشي .

داخبره مو وکړه چې دري په لومړي سر کې داسې نه وه لکه چې اوس ده  دپکتيا او پکتيکا په لرغوني مهال کې دولايت نوم نه بلکې دهېواد نوم و هيرودت هم پکتيا pactyeia هېواد ګڼلى دى

دسکندر په يادونو کې ډيره عجيبه خبره داده چې کوم خلک چې ده  په بين النهرين (عراق او سوريه ) کې ليدلي  هاغه يې دسند په حوزه کې هم ليدلي دي

. هيرودت بيا داخبره کوي چې دباختر او پکتيکا خلک يو شاني دي دپرسيا په کتاب کې دتورې بحرې شا او خوا خلک دپکتيا له خلکو سره يو ګڼل شويدي .

١-  دهيرودت تاريخ تر ميلاده ٤٥٠ کاله پخوا خبرې کوي .

٢- سکندر بيا تر ميلاده ٣٢٣ کاله پخوا کړي چې تاين بي په خپل کتاب کې راوړې ده .

٣- پر سيا چې J.M Cook چې م کوک ليکلي د Folio society  له خوا لندن کې په ٢٠٠٢ م کې چاپ شويدى دا دري واړه کتابونه په نړۍ کې ډير لوستونکي لري او ليکوال يې په تاريخ کې نوميالي دي .

دري څه ډول ژبه ده ؟

دپکتيا او پکتيکا دپښتون دتاريخ موزيم دى.

هغه قومونه چې هيرودت ياد کړي او نورو په آسيا او اروپا کې لوستي دي هغه ټول قومونه پکتيا کې شته لکه سبري ، متاني ، ساک دري خيل په پکتيا کې شته دري داوستا له ژبې اخستل شوې زردشتيان خپلې ژبې ته اوس هم دري وايي لکه څنګه چې دراني قوم دى

دري هم قوم دى ژبه يې کوم وخت دري بلل کيده دلته په يو مثال وکړو . په پنځمې هجري پيړۍ ٤٤٧ کال دبابا ظاهر عريان دوه بيته وګورئ .

 

گلستان جاى تواى نازنينم                                        مواد گلخن به خاکستر نشينم

چه در گلشن چه در گلخن چه صحرا                         چو ديده وا کوم جزته نوينم

از آن دلخته وسينه فگارم                                          که گريان درته سنگ مزارم

خوش ان ساعت که ديدار تو وينم                              کمند عنبرين تار تو وينم

توينه خرمى هر گز دل مو                                            مگر آن دم که رخسارتو وينم

الهى واکيا شم واکيا شم                                            مو که بې دست وپايم واکيا شم

همه از در برونند والقايم                                            توگر از دربرونى واکيا شم

به دنيا مو نوينم کام بې ته                                         به دس هر گز نگيرم جام بې ته

بلرزم روز وشو چون بيد مجنون                                 ندارم يک نفس ارام بې ته

څرگنده ده چې دپارسي ژبې کومه نخښه تر درييمې هجري پيړۍ نه ليدل کيږي دا چې دزمانې له اوښتو سره څومره بدلون په کې راغلى دى يوه څيړنه غواړي

کجا بيور از پهلوان کار                                             بود بر زبان درى ده هزار

شاهنامه

 

 

 

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*