ران مارک:دهرمزتنګي اتحاد کې نه يم

امريکا کمپاين پېل کړيدي چې په فارس خليج هرمزتنګي دڅارلپاره د اروپايي اتحاد په نوم ‏يوشميرهېوادونه راټول او ايران پرې دګواښلوترڅنګ دعراق سره د اته کاله جګړې په ګاللواوس ‏دهرمزتنګي په نوم وځپي.‏
دهمدې اتحاد د پياوړتيالپاره برتانيي د نيوزيلنډ څخه غوښتې چې د فارس خليج هرمزتنګي دڅار په ‏اتحاد کې ورسره ملګرې شي خو د نيوزيلنډ دفاع وزير ران مارک برتانيي ته د رد ځواب ورکړيدى.‏
ران مارک برتانيې ته په ځواب کې ويلي چې دهرمزتنګي اتحاد کې ورسره د شريکيدا فکرنه لري ‏او نه به ېې يوه کښتې هم داتحاد په چوکاټ کې هرمزتنګي ته ولاړه شي.‏‎.‎
دنيوزيلنډ د دفاع وزيرځواب نه يواځې داچې پرتانيه ېې انديښمنه کړه بلکې امريکا ېې هم انديښمنه ‏کړه چې نورهېوادونه به هم ورته د ران مارک په څيرځواب ووايي او دايران پرخلاف ‏دګواښونوکمپاين به ېې د زوال سره مخ شي.‏‎.‎

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*