د هرمز په تنګي کې له ايران سره دامريکا نااعلانه جگړه ‏

ليک س، سيرت
په ايران کې درضاشاه پهلوي دواکمنۍ په پاې ته رسيدا او په ١٣٥٧کال د دلوپه ١٢مه چې ايت الله خمېني له ١٤کاله بې وطنۍ وروسته ‏په تهران مهرآباد هوايي ډګر کوز ،شو، له هغې ورځې امريکا دايران سره په دښمنۍ لاس پورې کړ، امريکايي رسنيود ايران سره ‏دامريکايي ولس دکرکې دزياتوالي په خاطرتهران کې د امريکا د سفارت د يپلوماتانود نيولو موضوع ته زياته هوا ورکړه، نه يواځې داچې ‏خپله امريکا دايران مخالفت پېل کړبلکې دهغه وخت ايران مخالف صدام حسين ېې هم دايران پرخلاف راپورته کړ. او بلاخره ېې دصدام ‏حسين سره دهرمز تنګي پرسرپه ١٩٨٠م کال دسپتامبرپه ٢٢مه په جګړه واړاوله .‏
دمخه به له دوېمې نړيوالې جګړې وروسته دويتنام جنګ اوږد جنګ ياديده خو دايران او عراق ترمنځ به چې پرجنګ کال واوړيده دايران ‏عراق جنګ اوږدجنګ وبلل شو،
د هرمز پر تنګي دعراق او ايران ترمنځ جنګ د دوې خپله منځې شخړه نه وه بلکې امريکا عراق پرايران جنګ ته تيارکړې ؤ په لومړۍ ‏ورځ ېې دايران په لسو نظامي تاسيساتو بمبار وکړ او آن اته کاله ېې ايران او عراق سره وجنګول.‏
امريکا دايران پرخلاف د اتومي پرګرام د کنترول په نو م ډير څه وکړل د برجام موافقه ېې داوباما د واکمنۍ پرمهال ‏لاس ليک او دټرمپ په واکمن کيدا لغوه کړه.‏
‏ په سوريه کې ېې دايران پرخلاف ډيرڅه وکړل، په يمن کې ېې دحوثيانود ملاتړ په تور په مقابل کې عربي اتحاد ‏جوړ اوس دادې يوځل بيا دهرمزتنګي پرسر د اروپايي اتحاد په جوړولو امريکا ايران ګواښي نا اعلان شوې جګړه د ‏اروپايي اتحاد په نوم د اعلان شوې جګړې ترحده رسوي.‏
په ملګروملتونوکې دايران نماينده ويلي چې په هرمزتنګي کې د بهرنيوهېوادونو کښتۍ دسيمې دنا امنۍ سبب ګرځي او ‏امريکا تبليغوي چې پرهرمزتنګي کې د ايران واکمني به سيمه په خطرکې واچوي، څوځلې ېې بې تجربې او دامريکا ‏له پالسيۍ ناخبره عربي هېوادونو کښتۍ هرمزتنګي ته وليږلې څو د ايران سره په ټکرکې واقع شي اوس هڅه کوي د ‏اروپايي اتحاد په نوم کښتۍ هرمزتنګي ايران په يوبل جنګ واړوي .‏
په ملګرو ملتونو کې دايران نماينده مجيد په وار وار ويلي چې ايران په هرمز تنګي کې دهرډول امنيت تضمين ‏ورکوي دهرډول پيښې بې تفاوته نه پاتې کيږي ،هيڅ کله به هرمزتنګى دچاپرخلاف ونه کارول شي خو امريکايي ‏چارواکي پرايران د جګړې دپېلولو لپاره له هرمزتنګي داسامه په څېر کار اخلي او ايران په يوه اعلان شوې جګړه ‏اخته کوي.‏
ايران په هرمزتنګي کې دبهرنيوکښتيو څار ياتګ راتګ ځکه نه شي زغملاى چې دعراق سره ېې په همدې تنګي اته ‏کاله مرګونې اوتباه کوونکي جګړه کړيده هرمز دايران دسمندر او اوبوبرخه بولي خو امريکاکوښښ کوي چې دهمدې ‏تنګي پرسر ېې له عراقه وروسته يا د اروپايي او يا دعربي هېوادونو سره په جګړه کې راښکېل کړي.‏
پرهرمزتنګي د ايران ټينګار او دامريکا لخوا ېې مخالفت دې حد ته رسېدلاى چې يوځل بيا پرايران جګړه تپل کيږي، ‏ايراني چارواکي هم دهرډول سازش دمقابلې ټټر وهي وايي دهرچا او په هرنوم کښتۍ به په هرمزتنګي کې پرينږدي ‏ځکه هرمزتنګي دايران لخوا دکښتيو دتګ راتګ لپاره منع اعلان شوې او امريکا کوښښ کوي چې نا اعلانه جګړه ‏پرايران اعلانيې جګړې ته ورسوي.‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*