امريکا غواړي له اجراييه رياست سره يوه هوکړه لاسليک کړي

د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست ويلي دي، ټاکل شوې د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې لاسلیک سره هم مهاله د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ به هم یوه هوکړه لاسلیک شي. له افغان حکومت او طالبانو سره د امریکا د دوو بېلابېلو هوکړو لاسلیک کول هغه نوې خبره ده چې د افغانستان د اجرائیه ریاست له خوا ویل شوې ده.

د اجرائیه ریاست ویاند مرستیال امید میثم  ویلي، طالبانو سره د امریکا د هوکړې د لاسلیک کولو ترڅنګ افغان حکومت سره د یوې بلې هوکړې لاسلیک کېدل په اصل کې د هغو اندیښنو په ځواب کې دی چې ګواکې د افغانستان حکومت او خلک یې له طالبانو سره د امریکا د خبرو له جزئیاتو نه دي خبر او هوکړې د پر دې تر شا کېږي.

د  میثم په خبره د یوه خپلواک حکومت او د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه، د افغان حکومت منل، د طالبانو او امریکا له خبرو د افغان حکومت خبرېدل، بین الافغاني خبرې او اوربند د دغې نوې هوکړې مهم ټکي دي چې د امید میثم په خبره متن یې د افغان حکومت د مشرانو په لاس کې ده.

میثم وایي، له افغان حکومت سره د امریکا دا هوکړه به یوه ډاډګېرنه وي چې د افغانستان په اړه کومه پریکړه چې کېږي، هغه به د افغان حکومت له سلا و مشورو پر بنسټ وي.

تر دې دمه د دغې هوکړې د لاسلیک کېدو نېټه نه ده روښانه، خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند وایي، په دې نږدې ورځو کې به دا خبره هم روښانه شي.

افغان حکومت سره د دغې هوکړې لاسلیک کېدل، د دغو دوو حکومتونو ترمنځ د امنیتي تړون د برخلیک په اړه هم پوښتنې راولاړولی شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ و نه غوښتل چې په دې اړه څه ووایي.

افغان حکومت سره د دغې هوکړې لاسلیک کېدل، د دغو دوو حکومتونو ترمنځ د امنیتي تړون د برخلیک په اړه هم پوښتنې راولاړولی شي.

تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو چې طالبان د هغو ټولو هوکړو او تړونونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې چې په دې تېرو ۱۸ کلونو کې د افغان حکومت او نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره لاسلیک شوي دي.

خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د تېر لوی اختر په درېیمه ورځ کې افغان امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، امریکا سره ټول شوي هوکړې د اعتبار وړ دي او نوې هوکړې ته اړتیا نشته.

بل خوا بیا “سي اېن اېن” راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به نن د جمعې په ورځ “۱۶م د اګسټ” له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د خپل ملي امنیت له سلاکارانو سره وګوري.

“سي اېن اېن” د سپیني ماڼۍ د دوو سرچینو په قول لیکلي، تمه کېږي چې په دې لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون، د دفاع وزیر مارک اسپر او د امریکا لوی درستیز جوزف ډنفورډ به حضور ولري.

د راپورونو پر بنسټ د دغې لیدنې اصلي موضوع به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې طرحه وي چې ورسره به له افغانستان څخه  د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې کولو لپاره د طالبانو ژمنلیک په اړه هم خبرې وشي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د سولې د خبرواتم پړاو څو ورځې وړاندې پای ته ورسېدې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*