افغانان نه تروستان وو اونه دي

افغانان نه تروستان وو اونه دي

د مبصربه قلم

په افغانستان کې د روسانو له يرغل راهيسې چې پرافغانستان ېې کړى دى ‏ترنن ورځې پورې افغانانو خپله دفاع کړې ده او ترڅوچې يو افغان هم ‏ژوندى وي دخپلې پاکې او مقدسې خاورې څخه داسې دفاع کوي لکه دخپل ‏ايمان اوناموس څخه چې ېې کوي دمخه ېې چې په کوم ډول دفاع کړيده ‏هغه ټولې نړۍ ته ښکاره ده .‏

دهمدې دخپلې خاورې دفاعګرو افغانانوپه منځ کې داختلاف اوپه ‏زړونوکې د شک اچولوپه خاطر غربي رسنيوشپه او ورځ پر ځان يوه ‏کړيده له خبره واخله تر سرمقالو، تبصرو، راپورتاژونواو مرکوپورې ‏دافغانستان دپاکې خاورې اوساده زړوافغانانوپرخلاف پروپاګنډه کوي کله ‏په دې خاطر چې دافغانانو باورپرځان پيداکړي يوڅوغوړې ليکلنې ‏دافغانانو په پلوۍ وکړي بيا نو په شهدو کې زهرافغانانوته ورکوي او ‏دافغانستان دتاريخ اوکلتورپرخلاف هغه څه ليکلي چې په لوستلو ېې بې له ‏شرمه نورڅه نه وي .‏

دافغانانو پرخلاف دامريکا په مشرۍ او دا سرائيلوپه پلوۍ ټول هغه ‏هېوادونه چې دناټوپه چوکاټ کې ېې پرافغانستان پوځي يرغل کړى په ‏هراړخيزه توګه دافغانانوسپکاوى کوي په نړۍ کې ېې لرغونى ‏اعتبارترخاورو لاندې کوي .‏

دابه هيڅ څوک ثابته نه کړي چې افغانانوپرکوم هېواد تيرې کړى وي ‏سلطان محمود غزنوي  که پرهنديرغل کړې هغه ېې دخپلې خاورې دهغه ‏وخت لوې افغانستان دفاع کړيده او ورسره ېې په هند کې د اوسيدونکو ‏هرقوم او هرمذهب درناوى هم کړيدى.‏

امريکا چې د سوداګرۍ په مرکزد بريد ډرامه جوړه کړه په هغې کې نه ‏کوم افغان د ډرامې کردار اداکړى ؤ نه په افغانستان کې ډرامه ليکل شوې ‏وه اونه ېې طرحه وړاندې شوې دا هرڅه دامريکا خپل وو خو افغانستان ‏ته ېې اوبه خړې کړې اوبريد ېې پرې وکړ.‏

که امريکايي ،برتانوي،اسرائيلي اونورې غربي رسنۍ افغانان په تروريزم ‏کې ککړتبليغوي دا هغوى ته ورسپارل شوې دنده ده چې افغانان پرې هيڅ ‏وخت باور نه کوي .‏

تيره ورځ اکانومست مجلې ليکلي (. امریکا به له افغانستانه خپل څلورلس ‏زره عسکر باسي، او طالبان  به وعده کوي چي بیا به د افغانستان خاوره ‏د بین المللي تروریزم لپاره نه کارول کېږي) داکانومست غرض په دې ‏ليکنه کې دادى چې افغانان دمخه ترووستان وو خو وروسته به طالبان ‏ددې عمل څخه لاس  پرسرکيږي، هرافغان بايد د اکانومست دې غرضي ‏ټکي ته په ژورنظر وګوري هسې دټکې ته ېې لاسونه ونه پړقوي چې ‏امريکا له افغانستان څخه  ١٤٠٠٠پوځونه باسي، امريکايي جنرال ډانفورډ ‏په وار وار ويلي چې ترڅوپه افغانستان کې بشپړ امن نه وي راغلى ‏ترهغې به ېې پوځونه په افغانستان کې موجود وي او داثابته ده چې امريکا ‏په افغانستان کې امن نه راولي، افغانان چې په ځانګړې توګه چې ځان ته ‏دقلم خاوندان وايي دغربي رسنيوټولې ليکنې په غور سره وګوري چې ‏دافغانانوپرخلاف څومره تبليغات کوي او ساده زړي افغانان پرځان باوري ‏کوي

اکانومست  چې هرڅه ليکي دا دهغې خپله پاليسي ده خودافغانستان په اړه ‏ېې هره لينه د ټوپک ډز دى يواځې دافغانستان هم نه بلکې دټولې اسيا لپاره ‏تبليغاتي ليکنې کوي،

‏ تيره ورځ ېې په چين کې د  ١٩٩٧م کال دهانګ کنګ د تيان آن من ‏دميدان دمظاهرې عکس خپور کړې اودچين دحکومت پرخلاف ېې ‏تبليغاتي ليکنه کړيده ، غربي رسنۍ دافغانستان حالاتو ته ځانګړې شويدي ‏څومره چې ېې وس کيږي زهرجن تبليغات کوي چې داکانومست په ‏ليکنه(بیا به د افغانستان خاوره د بین المللي تروریزم لپاره نه کارول ‏کېږي) داېې ښکاره ثبوت دى ځکه ېې په ځواب کې وايو چې  د تروريزم ‏بنسټ خپله امريکا ايښى دى افغانان نه ترورستان وو اونه دي. ‏

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*