د امریکا د کانګرس پر مسلمانو غړو اسرائیل ته د سفر بندیز ولګېد

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت وایي د امریکا د کانګرس دوې مسلمانې غړې، الهان عمر او رشیده طلیب ته به اجازه ورنه کړي چې دغه هېواد ته ورشي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي، په دې اړه پرېکړه وشوه چې هغوی ته به اجازه نه وي چې اسرائیلو ته ننوځي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له اسرائیلو غوښتي وو چې الهان عمر او رشیده طلیب ته اجازه ورنکړي چې دغه هېواد ته ورشي. امریکايي رسنۍ وايي، ټاکل شوې وه چې د کانګرس دغه دوې مسلمانې غړې د راتلونکې یکشنبې په ورځ اسرائیلو ته ولاړې شي. دوي پلان درلود چې د اسرائیلو او فلسطینیانو د سولې د حرکتونو له فعالانو سره وویني.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*