دامريکا او طالبانو د هوکړې ځينې جزييات خپاره شول

واشنگټن منلې چې  طالبان به له امريکا سره د اسلامي امارت  ترنامه لاندې  دسولې هوکړه ليک لاسليک کړي

په افغانستان کې  دسولې  هوکړې ته لاس رسى  اوس تر بل هر وخت لنډ او نيږدې ښکاري کومه هوکړه چې څو ورځو کې به يې متن په ډاگه شي

له طالبانو سره دامريکا د هوکړه ليک له متن څخه باخبره  سرچينو ويلي دي

له افغانستان څخه د ټولوبهرنيو ځواکونو وتل ، له افغان دولت  سره د امريکا د ټولو تړونونولغوه کېدل ،د٢٥ زره طالب بنديانو خلاصون اوپه افغانستان کې  دبهرنيو ځواکونو د ټولو هډو له منځه تلل  ددې هوکړه ليک مهمې برخې دي

د اشرف غني وياند صديق صديقي وايي چې مونږ اوس مهال هم د ځينو  بهرنيو ځواکونو شتون ته اړتيا لرو چې  زمونږ امنيتي ځواکونوته روزنه ورکول دي

وحيد مژده وايي ،هغه څه چې په دې هوکړه ليک کې راغلي دي ټولو بهرنيو ځواکونو  بشپړ وتل دي چې په کې دامريکا جنگي  سرتيري ، استخباراتي غړي  ،  قراداديان، مشاورين  او پوځي روزونکي  شامل دي  هيځ ډول غړي يې بايد په افغانستان کې پاتې نه شي

ددې باخبره سرچينو پر وينا ټاکل شوى ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ دسولې هوکړه په همدې مياشت کې لاس ليک شي

واشنگټن هم منلې  چې طالبان دې  داسلامي امارت  ترنامه لاندې ددې هوکړه ليک  په پاى کې لاسليک وکړي

 

https://www.facebook.com/ajmal.pashton.58/videos/136049750977684/UzpfSTEwMDAzNTUwMjk2NTYyMToxNTAwMDYzNDYxOTI3OTc/

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*