خپلواکي او بلواکي

ارواښاد قدرت الله حداد  فرهاد

صداقت او رښتينولي په هره چاره کې غوره دي کله چې دا عليحضرت شاه زمان روڼې سترګې تيارې شوې پر افغانستان سياست ړوند شو پښتونولي هغه چا ماته کړه چې شاه زمان يې په خپل کور کې ونيو او غليمانو ته يې پر لاس ورکړ تر ننه افغانستان دښې ورځې لرونکې نه شو .
د امان الله خان دخپلواکۍ اعلان په ټولې نړۍ کې يو ناڅاپه شور او ځوک راپورته کړ ځکه يو طلسم مات شو . لکه په همدې څو وروستيو ورځو کې چې دلبنان دحزب الله دمشر دحسن نصرالله نوم ووت اسراييل يې دلبنان په جنوب کې ودراول او اوربند ومنل شو .
مردان خپل هوډ نه پريږدي له لاسه
که يې سر شي دخوني زمري تر زام
امان الله خان مسلمانانو ته دجهاد اعلان وکړ او په بيړه يې متارکه ومنله ځکه دده د دولت په غړيو کې دوه ګوندي وه . نصر الله خان دواکمنۍ نايب چې دده تره وه يوه ورځ په جلال اباد کې پادشاه شو خو امان الله کابل کې بادشاهي اعلان کړه . نصر الله خان هم پلويان درلودل ځکه چې ديني او هڅوونکى سړى و داسې نه لکه خپل ورور امير حبيب الله خان . امير امان الله خان پر ډېر څه پوهيده ښه وياند او زړور سړى و کله چې د لويديځ دمدنيت څرک يې تر سترګو شو بيا خبره بلې خواته لاړه چې تر سره نه شوه . امان الله خان دمجاهد او غازي په نوم راغى . دکافر پر نوم لاړ همدغه پراخه تجربه وه چې هغه بايد کارول شوې واى . امان الله خان اته مياشتې پر سفر تېرې کړې چې دا کار يو سياسي سړى نه کوي په اتو مياشتو کې کورنيو او بهرنيو دښمنانو خپل کار پوخ کړ . ليا کال پوره نه و چې دده تغر ورټول شو . دسقاو ځوى پاچا شو خو ده هم کال پوره نه کړ او دمحمد نادر له خوا ووژل شو . دمحمد نادر او محمد ظاهر دورې دمصلحت وې چې افغانستان انګليسي هند ته خطر نه و او انګليسي هند افغانستان ته دمحمد ظاهر دوره اوږده دوره وه چې پنځه څلويښت کاله افغانستان له اقتصادي اړخه په کې پر پښو نه دريداى شو . دپښتونستان موضوع راغله او په کابل کې هوښيارانو په رمز کې يوڅه وويل او هغه داسې وه . ((دا پښتونستان زمونږ مفت او رايګان زمونږ )) هماغه وه چې له همسايه بزرګ شمالي اتحاد جماهير شوروي څخه دمرستې خبره شوه او بلواکي پيل شوه . دغه مهال ملي شخصيتونه ول او سردار محمد داود ته يې وويل چې ستا فلسفه خطرناکه ده محمد داود امريکايي سګريت L.M ال ام پر روسيې اور لګيد روښانه کړ . امان الله خان ليا دومره کړې وه چې داورلګيد يوه فابريکه يې راوړې وه او دمحمد داود پر مهال هغه هم نه وه . نسوار او چلم تر امريکايي سګريتونه ښه ځکه ول چې دارزښت له مخې پر خپلو پښو دريدلي وه . هيڅ پوه نه شول خوهوسونه ډيرشول ، صبراوقناعت ورک شولاسي صنايع ورکې شوې هماغه د(مفت- اوريگان) سندره پاتې شوه اوترڅوچې دمفت اورايگان خبره او سندره وي بله لاره نشته همداحال به وي چې مرسته کوئ بشردوستانو مونږبه يې خورو يوملي شحصيت داخبره کړې وه (کسى نه خاردپشت من جزناخن انگشت من) پرچا خپله شامه گروئ اودروغ ويل گټه نه لري

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*