ایکانومیسټ:امریکا ښایي له افغانستان څخه خپل ټول ۱۴زره عسکر وباسي

د برتانیې مشهوره سیاسي مجله ایکانومیسټ لیکي کله چي خلیلزاد د طالبانو سره د اتم روانډ خبري خلاصي کړې، هغه دا و نه ویل چي له افغانستان څخه  د امریکايي عسکرو د راایستلو معامله تکمیله شوې ده. خو دېته یې ورته شان خبره وکړ. هغه وویل چي خبري «ګټوري» وې، او اوس دواړي خواووي پر «تکنیکي جزییاتو» باندي خبري کوي.

د ایکانومیسټ مجله لیکي د قطر خبري نسبتا روښانه او څرګنده دي. امریکا به له افغانستان څخه  خپل څلورلس زره عسکر باسي، او طالبان  به وعده کوي چي بیا به د افغانستان خاوره د بین المللي تروریزم لپاره نه کارول کېږي.
امریکایان هیلمن دي د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ضرورت پیدا نه شي، ځکه انتخابات به په اغلب ګومان جعلي او له جنجاله ډک وي.
ایکانومیسټ لیکي د قطر په خبرو کي د امریکایانو سرې کرښي معلومي نه دي. په کابل کی‌ حاکم افغانان اندېښمن دي چي امریکایان به طالبانو ته زیات امتیازات ومني، او خپله به په منډه له افغانستان څخه  ووځي. امریکایان ښايي صرف د تشدد په راکمولو هم راضي شي،‌ او تر رسمي اروبند تېر شي.
خو مشکل دا دی چي طالبان نه غواړي تر هغه وخته د نورو افغانانو سره خبري وکړي،‌ تر څو امریکایانو د خپلو عسکرو د وتلو لپاره یو ټاکلی تقسیم اوقات نه وي اعلان کړی. حتی که چیري امریکا همدا کار هم وکړي، دا معلومه نده چي طالبان به د کابل له حکومت سره خبري وکړي،‌ ځکه هغوی يې ګوډاګي بولي.
د ایکانومیسټ مجله لیکي اوس سوال دا دی چي څوک به د افغان حکومت استازیتوب کوي؟ د اشرف غني مشروعیت جنجالي او لړزانه دی. حتی که چیري اشرف غني بیا انتخاب هم شي،‌ د هغه مشروعیت به اعاده او غښتلی نه شي. ځکه حتما به په انتخاباتو کي په پېخر ټګي برګي وسي.
خلیلزاد د انتخاباتو ځنډول غواړي، خو غني يې مخالف دی.
ایکانومیسټ لیکي خو په عین زمان کي له افغانستان څخه  د امریکا د وتلو بې تابي به افغان حکومت د طالبانو سره په خبرو کي په کمزوري موقف کي واقع کړي.‌ ټرمپ خپلو مشاورینو ته ویلي چي له افغانستانه باید ټول امریکايي عسکر د ۲۰۲۰ تر انتخاباتو مخکي راوایستل سي. یکانومیسټ لیکي د ټرمپ دا ضرب الاجل د طالبانو لاس را ور قوي کوي.
ایکانومیسټ لیکي پاکستان غواړي چي مرسته وکړي. ځکه د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د سولي معامله به د واشنګټن او اسلام آباد ترینګلي روابط ښه کړي. مګر که چیري طالبان بیا د قدرت واګي په لاس کي ونیسي، دا به د هند لپاره یوه کاري ضربه وي. د افغانستان ګاونډیان به هلته د بې ثباتۍ په اړه اندېښمن وي. خو د ښاغلي ټرمپ لپاره به دا خبره د بل چا پرابلم وي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*