اشرف غني د طالبانو د راتگ مخالفت وکړو

 محمد اشرف غني ویلي، د طالبانو بېرته راتګ به په دې معنی وي چې افغانستان به بېرته په شا تګ کوي.

اشرف  غني دا خبرې په ارګ کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په یوه ځانګړې غونډه کې وکړې.

نوموړى زياته کړه د افغانستان علماوو د قطر په غونډه کې په هېواد کې د جمهوري نظام دفاع کړې ده او دوی د هېواد ثبات او خیر غواړي.

دا غونډه د نیمګړي څپرکي تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه چې پکې ولسمشر غني د افغانستان د پخواني واکمن امان الله خان پر دوره، حکومتولۍ، لاسته راوړنو او تېروتنو خبرې کولې.

غني دا خبره په داسې وخت کې کوي چې افغان طالبان او امریکایی پلاوی له څو میاشتو راهیسې د سولې په تړاو پر خپلمنځي بحثونو بوخت دي.

ولسمشر غني په دې خبرو کې د نظام پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانان باید فکري، هویتي، اقتصادي او سیاسي خپلواکي ولري چې د تلپاتې سولې او ثبات خاوندان شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*