ژبژغورنې غورځنګ

ليک :ژبژغورنې غورځنګ گډه فرهنگي کميټه

افغانستان کې د ژبنیزې مبارزې تر ټولو ستر ولسي غورځنګ چې له لسګونو کلونو یې توکمونو هیله لرله.

کله، ولې او کومو موخو لپاره د ژبژغورنې ملي غورځنک رامنځته شو؟ اَیا شخصي، سیاسي، تجاري ګټو یا که د خپلې مورنۍ ژبې بډایښت، ودې او لوی هېواد کې د بشپړ ژبنیز انډؤل لپاره جوړ شوی؟ لاسته راوړنې يې څه دي، ژبژغورنې ملي غورځنګ کومې کړنچارې، کړنلارې او موخې څاري؟

له نن څخه ۵ کاله مخکې د ژبژغورنې ملي غورځنګ آند په هندوستان کې هغه مهال رامنځته شو، چې هلته د پښتو ژبې ډیپارټمېنټ د بنسټیزؤلو لپاره غږ پورته شو، چې بلاخره د ډهلي جواهرو لعل نهرو نړیوال پوهنتون کې رسماً د پښتو ژبې د لېسانس دوره، هندي زدکړیالانو ته پیل شوه. د پښتو ژبې د دغه پوهنیز پرمختګ څخه ښاغلی ابوبکر ځلاند (د یاد غورځنګ بنسټګر مشر) چې هلته لؤړو زدکړو باندې بوخت و لا هم اغېزمن شو او هوډ یې وکړ چې پښتو لپاره به مشروع پرځنګ (مبارزه) کوي او دا پرځنګ یې په انفرادي توګه ټولنیزو رسنیو کې پیل او د ژبنیز ویښتابه غږ یې لؤړ کړ، لیکنې یې وکړې نورځوانان یې هم منسجم کړل. بیا چې کله ښاغلی ابوبکر ځلاند هېواد ته راستون شو، هېواد کې پښتو ژبې سره د مور میرې چلند خورا خواشینی کړ، دا چې پښتو ملي او رسمي ژبه ده خو نه ادراتو کې مکتوب پرې لیکل کیږي، نه کابل پوهنتون کې ژبنیز استحقاق ورکړل شوی، نه سوداګریزو توکو باندې لیکل شوې، نه د مدرسې او مسجد ژبه شوه، نه د پلورنځیو د لیکدړو، نه د لیکوالۍ/ژباړې.

بلاخره د ژبژغورنې انفرادي مبارزه د اړتیا پر بنسټ په ۱۳۹۶ کال کابل کې، د دغې مبارزې د لا انسجام او چټکتیا په موخه د یوې سترې ټولیزې غونډې په رابللو سره چې ګڼ شمېر لیکوالان، ژباړن، خبریالان، د پوهنتونونو ښوونکي, ټولنچاري/مدني فعالان او نور د قلم خاوندان راغلي ول او د یو چتر لاندې يې د دغې مبارزې د ابوبکر خلاند په مشرۍ د بنسټ اېښودو سلا وکړه. ورپسې نورې پرلپسې غونډې وشوې، دغه احساس څخه زرګونه ځوانان او فعالان خبر شؤل، او د ژبژغورنې ملي غورځنګ سره یې لېوالتیا وموندله. د غورخنګ د ودې په موخه لسګونو ولایاتو کې غونډې وشوې، او لږ وخت کې یې ډېرې لاسته راوړنې راخپلې کړې. ژبژغورنې ملي غورځنګ په کابو ۲۵ ولایاتونو کې څانګې پرانیستې او هرې څانګې کې تر ۱۰۰ او له هغه زیاتو مبارزو فعالو غړو ونډه واخیسته او ډېر هېوادوالو ترې ملاتړ وکړ، د والیانو او رئیسانو په ګډون یې ترڅنګ کلک ودرېدل.

زموږ د دغه غورځنګ بنسټیزه موخه یواځې پښتو ژبه له نورو ژبو سره سیاله او بیا اداري، رسمي، پوهنیزه، زدکړیزه، سوداګریزه او رسنیزه ژبه کول دي.

دا ستر غورځنګ د پښتو ژبې نه شتون لپاره پرانېستل شوی، یانې پښتو د افغانستان لمړنۍ او د ۷۰% توکم ژبه ده او ډېر راز – راز قومومه پرې خبرې اترې کوي خو پښتو ژبه په وزارتونو، ریاستونو، دفترونو، اداري چارو، بانکونو، پلورنځیو، لیکدړو، پنځېدونکو توکو او نورو اړوندو شیانو کې يې شتون نه درلود او ترې بې برخې پاتې شوې وه. خو له نېکه مرغه د ژبژغورنې ملي غورځنګ پرانېستل شو چې خپله پښتو مورنۍ ژبه شتمنه او په پښو باندې يې ودروي او د نړۍ ګوټ – ګوټ ته يې ور وپېژني او نورو ژبو سره يې هم پرتله کړي.

د یاد خوځښت بنسټګر، غړو او ملاتړ کوونکو پښتو ژبې ته ډېره مبارزه وکړه چې آن پښتونخوا او له هېواده بهر یې نوم وګړو ته ورپېژند او اوس هم مبارزې يې لا روانې دي. دا غورځنګ کومه سیاسي او سوداګریزه انتفاعي موخې نه لري، یواځې او یواځې د دې لپاره پرانېستل شوی چې خپله مورنۍ ژبه نومیالۍ او اوڅاره کړي.

دا هغه غورځنګ ده چې څو کلنو راهیسې د ستر پښتون توکم ورته هیله وه اوس خپلو خلکو ژبې او توکم ته په چوپړ کې دی. دا هغه غورځنګ دی چې له برکته یې پښتو ژبه د لیکلو او هم ویناوو له مخې یواځې په افغانستان کې نه بلکې په نورو باندېنیو هېوادونو کې هم ډېر سلنه وپېژندل شوه.

پښتو ژبه ډېر سلنه د لیکلو له مخې په اداري کارونو کې بې برخې وه یانې ۹۷ سلنه ادارې کارونه، عرېضې، لیکنې او همداسې نور اړوند شیان یواځې ​​​​په دري ژبې لیکل کېدل، خو نن له نېکه مرغه اوس ډېر سلنه پښتو ژبه هم ور زیاته شوې ده.

پښتو ژبه چې په وزارتونو, بانکونو, دفترونو، ریاستونو، پلورنځیو، پنځېدونکو توکو او همدارنګه نورو اړوندو توکو په لیکدړو کې بې برخې وه، خو نن له نېکه مرغه څو سلنه له دوی له برکته ور زیاته شوې ده او نوره به هم ور زیاته شي. دا داسې یو غورخنګ ده چې یواځې خپل توکم ته نه بلکه نورو خلکو ورځنۍ ستونزې يې هم د حکومت دروازې او چارواکو پورې رسولي او که اړتبا شوه دري، ازبکي، پشۀیي او نورو ژبو حق به هم اخلي.

ژبژغورنې ملي غورځنګ ډېرې لاسته راوړنې لري، خو که دلته يې یادې کړو، نو لیکنې اوږدې کېږي.

ټولو هېوادوالو څخه مې دا غوښتنه ده چې د ژبژغورنې ملي غورځنګ څخه ملاتړ او ترڅنګ يې کلک ودرېږي، مثبتو کړنو ته يې درناوی او هرکلی وکړي.

موږ نه کومې ژبې سره تعصب لرو او نه يې ورسره کوو. موږ يواځې خپلې ژبې او توکم ته چوپړ کوو. څنګه چې موږ او تاسو باندې خپله مور حق لري، هماغسې مورنۍ ژبه هم پر موږ حق لري، باید حق يې ورکړو.

ژبژغورنې غورځنګ لاندې کړنلارې او موخې څاري:

۱. اداري ډګر؛ پښتو ژبه په هرې ادارې کې باید له دري ژبې سره یو ځای وکارول شي. پښتو ژبې باندې باید اداري لیکونه(مکتوبونه)، وړاندیزونه، غوښتنلیکونه(عریضې)، پوښتنلیکونه(استعلام)، مننلیکونه، سپارښتنلیکونه، ستاینلیکونه ولیکل شي.

۲. رسنیز ډګر؛ پښتو ژبه باید په رسنیو او ټولنیزو پاڼو کې وکارؤل شي، د هرې ادارې ویاند باید پښتو وینا وکړي.

۳. ټولنیز ډګر؛ باید پښتو ژبې ته داسې ونه ویل شي، ګوندې متاسفانه من به زبان پشتو صحبت کرده نمیتوانم، باید هر لاروی، هټیوال، چلوونکی، ګاونډی او نورو وګړي پښتو ویلو باندې اړ کړو چې راسره پښتو ووایي.

۴. ښوونیز ډګر؛ پښتو باید د ښوونځي او پوهنتون د نصاب ژبه شي.

۶. سوداګریز ډګر؛ دلته هره کمپني باید سوداګریزو توکو کې پښتو ژبه ور زیاته کړي. پښتو ژبه باید په پلورنځیو، د هټيو لیکدړو، سوداګریزو پنځې

د ژبژغورنې غورځنګ وروستۍ لاسته راوړنې

۱ – ۲۰۰ اداراتو(وزارتخونو، ریاستخونو)، مدیرانو، محررانو او نورو حکومتي کارکوونکو ته د پښتو مکتوبونو بشپړه کڅوړه د سي ډي په بڼه چمتو کؤل، وېشل او دوی پښتو مکاتیبو لیکلو ته هڅؤل.

۲ – له ۲۰ زیاتو سترو ولایتونو کې پرانیستغونډې کؤل، ولسونو ته ژبنیزه ویښتابه ورکؤل او دوی ستوزنې اورېدل او مرکز ته یې راؤړل .

۳ – پلازمېنې کابل ګڼو سیمو کې لسګونه غونډې کؤل، ځوانانو ژبنیزې ویښتابه ته هڅؤل او عملي مبارزې ته یې په لارې کؤل.

۴- له ګڼو ښوونځیو څخه د پښتو نصاب نشتون په پار لېدنې او دغه ټکي ته منطقي دلایلو سره د دوی د پام اړونه.

۵- پوهنې وزارت سره ګڼې ناستې او بلاخره د پښتو نصاب مبارزې اړوند ترې د غورځنګ پنوم رسمي مکتوب/جواز اخیستل.

۶- فاریاب، بغلان اوهرات کې ولسونه پښتو لېسې او نصاب ته هڅؤل چې له امله یې بغلان کې زموږ مسؤل یوه څنډه ځمکه حکومت ته وقف کړې تر څو پښتو لېسه جوړه کړي، دغه راز فاریاب کې مو یو غړی اړ کړ چې ۸ جریبه ځمکه پښتو ښوونځي ته ډالۍ کړي خو حکومت چمتو نه ده.

۷- هرات کې د غورځنګ مسؤل محمد سروري د پښتو لېسې غوښتلو یو پراخ غوښتنلیک چمتو کړی چې پر ۵۰۰ کورنیو یې لاسلیک کړی تر څو معارف ورته لږ تر لږه یوه لېسه جوړه کړي.

یادښت: هرات کې یوه پښتو لېسه هم نشته، هلته ۷۵% ولس پښتانه هم دي.

۸- د غورځنګ رسمیت او حکومت کې یې ثبتېدل وروسته له کال منډو ترړو او د تعصباتو زغمل.

۹- لسګونه هټیوال پښتو لیکدړو ته اړ باسل.

۱۰- ګڼو سفارتونو باندې نېوکې او پښتو کارونې ته یې اړ ایستل.

۱۱- په فردي توګه لسګونه مأمورین د غورځنګ له مبارزې پښتو پالوو ته هڅېدل.

۱۲- د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ مرکز او نورو ولایاتو کې نمانځل او نورو بنسټونو سره همغږي.

۱۳- د سترو چارواکو پام مبارزې ته را اړول او ملاتړ یې تر لاسه کؤل، لکه د مشرانو چرګې مشرتابه، ولسي جرګې وکلاء، وزراء او ګڼ رؤساء.

۱۴- زرګونه کسیز جوړښت او هر چاته د غړیتوب ازاداي.

۱۵- د پښتو ورځې ستره نمانځغونډه، د کابل په ګډون ګڼو ولایاتو کې د غورځنګ له ادرسه ورته نمانځغونډې.

۱۶- دغه وروستۍ میاشتې کې ۴ کتابونو باندې کار، د ۲ ژباړه بشپړه ده او ۲ باندې کار روان ده، د غورځنګ پوهنیزې ډلګۍ لخوا چې پکې ګڼ ماسټر ادیبان غړیتوب لري.

۱۷- د وړیا ژباړې ډلګۍ مو ۲۴ ګړۍ چوپړ ته فعاله ده، ولس ته وړیا ژباړې کوي.

۱۸- د هراتيانو په بلنه د غورځنګ د مشر سفر هرات غوندې ولایت ته چې هلته ۸۰% ولس پښتون دی خو ۱۰% یې هم پښتو سمه زده نه ده او هېره شوې. هرات کې د غورځنګ د هرکلي او پرانیستغونډه چې پکې د هرات اداري چارواکو، رئیسانو، د پوهنتون ښوونکو او قومي شوراګانو ګډون درلود کلک ملاتړ او ژمنه یې وکړه چې نور به هم خپله هم نور پښتو راژوندۍ کولو ته هڅوي.

۱۹- هرات کې د لاندېنیو ۱۰ سترو قومونو شوراګانو د ژبژغورنې ملاتړ سره سره ژمنه وکړه چې نور به غونډو کې خپل قومونه او وګړي د پښتو بیارغوي ته هڅوي ځکه همدې درنو قومونه هلته پښتو هېره کړې:

الکوزیو

اسحاقزیو

اڅکزيو

علیزیو

نورزیو

کاکړو

هوتکو

بارکزیو

بادغیسیو

فراهیانو

۲۰- علمي چوپړونو په لړ کې تېر کال شمال کې د کېلۀګي انستیتوت پښتو ښوونې ته هڅول او ۶۰% تخفیف پښتنو زدکړیالانو ته ترې اخیستل او ځینې بې وزله وړیا ورپېژندل.

۲۱- بغلان کې معاذ حبیب خصوصي لېسه چې پښتو نصاب لري لوړ تخفبف ته هڅول چې د غورځنګ لخوا ورسره هوکړه وشوه تر څو بې وزله پښتانه ماشومان ځینې وړیا هم ونیسي د غورځنګ له آدرسه.

۲۲- کابل ځینې ښوونیزو مراکزو لکه ښوونځیو، روغنیزو مراکزو لکه درملتونونو، کلینیکونو او رنځپوهانو سره ناستې او دوی لوړ تخفیف ته هڅول تر څو د غورځنګ لخوا که بې وزله پښتانه ورپېژندل کیږي نو وړیا یا کمښت به ورته راولي لکه د ابراهیم خلیل الله ۴ګونو خصوصي سترو لېسو چې نصاب یې پښتو او سیمه یې د څرخي پله شاوخوا ده، سره د ژبژغورنې غورځنګ هوکړۀلیک چې له امله یې د پورتنیو ۳ نارینه او ۱ ښځینه لېسو مشر ښاغلي ابراهیم سره تړون وکړ تر څو هر هغه وګړي چې د غورځنګ لخوا ورپېژندل کیږي نو دغه ۳ تخفیفونه به ورکوي:

الف- ۵۰% عمومي تخفیف.

ب- هغه کورنۍ چې ۳ زدکوونکي لري، ۱ به یې وړیا نیسي.

ت- بې وزله یتیمان به د غورځنګ له آدرسه وړیا شاملیږي.

دوی به د بشپړو زدکړیزو آسانتیاو څخه برخمن وي.

د لېسو پته: د څرخي پله سیمې.

۲۳- ساحل شریف روغتون او درملتون سره ښاغلي ابوبکر ځلاند د ۵۰% کمښت هوکړه وکړه دغه راز د داخله رنځپوه لعل زمان مهمند سره هم ۵۰% د کمښت هوکړه وشوه چې پته یې تنګي غارو لغمان هډه ګل اغا پمپ ده.

۲۴- هرات کې د الغیاث پوهنتون سره هوکړه وشوه تر څو هغو پښتنو ته چې د غورځنګ لخوا ورپېژندل کیږي عمومي کمښت ورکړي او څو یتیم او بې وزله وړیا ونیسي.

۲۵- د افغانستان د سلمې کلیزې ورځ په پښتني دودونو نمانځل.

۲۶- د علومو اکاډمۍ غوڅ ملاتړ تر لاسه کول او هلته د پښتو ژبې اړوند علمي سیمینارونه ورکول.

۲۷- د افغانستان علومو اکاډمۍ، دولتي پوهنتونونو او د نورو وزارت خونو مأمورینو لپاره د وړیا سیمینارونو په لار اچول.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*