په چين کې د سخت توپان د راتگ خبردارې ورکړل شوى

چینایي چارواکو  ويلي دي  ختیځ ساحل کې له ټایوانه د تېر شوي یوه ځواکمن توپان  را روان دى  او له خلکو یې غوښتي چې د سمندرغاړې سیمو  څخه ووځي.

د لیکیما توپان چې اوس په ساعت کې ۱۹۰ کیلومتره په چټکتیا ټایوان ګواښي او اټکل کېږي چې د چین سینکیانګ ایالت کې د ځمک ښوېیدنې لامل شي.

د چین د بیړنيو چارو وزارت په وینا، بېړنۍ ډلې سیمې ته استول شوي چې د مرستندویو کارونو لارښوونه وکړي.

د شانګهای سواحلو کې زرګونو خلکو ته نورو سیمو ته د وتلو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د یانګزي سیند او ژېړ سیند د ختیځو برخو لپاره د سیلاب د راتلو خبرداری ورکړل شوی دی.

د جیانګسو او شانډونګ ولایتونو ته هم خطر شته.

کروز لاینرز ته ویل شوي چې شانګهای ته د دوی راتګ وځنډوي او د ریل ځیني خدمتونه د اوونۍ په پای کې ځنډول شوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*