شنونکي : امریکاافغان حکومت دسولې له جریانه ناخیره ساتي

دافغانستان دمسئلې دحل په اړه چې په قطراو نوروځایونوکې دطالب مشرانو سره دامریکایی مرکچیانو څومره خبرې شويدي افغان حکومت نه پکې ګډون کړی او نه امریکا دسولې له جریانه خبرکړیدی.
دهمدې موضوع اثبات په رامنځ ته کیدا دجمهوري یاست ویاند صدیق صدیقي اعتراف وکړ چې ارګ د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې نهايي متن نه دی ترلاسه کړی خوامریکایی مرکچیانو رسنیوته تبلیغ کړی چې افغان حکومت دسولې دخبروله جریانه خبرساتواو مشورې ورسره کووحال داچې تراوسه طالب مشرانو دافغان حکومت سره مخامخ خبرې نه دی کړي او امریکا ارګ دسولې له جریانه ناخبره ساتلای دی.
صدیقي منلی چې دسولې دجریان اساسی کاپي ورته نه ده رسیدلې خو په کابل کې خلیلزاد داشرف غني او نورو لوړپوړوچارواکو سره دسولې په اړه خبرې کړیدي.
دافغانستان دمسئلې په اړه شنونکي وايي چې په ډیرځایونوکې افغان حکومت له اصلي جریانه ناخبره ساتل کیږي چې څه وشول اوڅه به کیږي یواځې اويواځې کابل ته دا ویل کیږي په هرنوم چې وی طالب مشران به افغان حکومت سره خبرو ته رضاکیږي.
دسولې له جریانه دافغان حکومت د ناخبره ساتلو یوبل ثبتوت دادې چې اشرف غني د طالبانودنوم دکارونې ترڅنګ د(اسلامی امارت ) دنوم سره مخالف دی خو امریکایی مرکچیانو په قوسونوکې (اسلامی امارت ) لیکلي دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*