د نيکمرغه لوى اختر د را رسيدو له امله د الحاج امام الدين ساپي پيغام

د نيکمرغه لوى اختر د  را رسيدو له امله افغان ولس ته د الحاج امام الدين ساپي پيغام

د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه افغان ولسه!‏

د نيکمرغه لوى اختر په را رسيدو له امله  درته د زړه له تله مبارکي وايم ؛ الله مو په خپل دربارکې  قرباني اونور عبادتونه قبول کړه !‏

د الله په لوې دربارکې لاسونه لپه کوم چې د قربانۍ په څېرسترو  عباداتو په برکت مو، ګران ‏هېواد افغانستان، په بشپړه توګه له نيواکګرو ازاد کړي!‏

گران ولسه !

دا چې دا مهال دنيواکگرو سره د سولې خبرې خپل وروستي درشل ته د رسيدوپه حال کې دي  او  د نيواک ټغر مخ په ټوليدو دى  دا  د افغان ولس د قربانۍ ثمره ده

د الله په دربارکې مو د خپل هېواد  د ازادۍ لپاره د قهرمان ولس  ټولې ورکړې قربانۍ او شهادتونه قبول شه!‏

په خپل ګران اوسرلوړي هېواد افغانستان کې د تلپاتې سولې، امن ، سکون ورورګلوۍ اوبشپړې خپلواکۍ په هيله ‏
د ساپي پښتوڅيړنو او پراختيا مرکز بنسټوال

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*