خلیلزاد: د افغانانو خپلمنځي خبرې د سولې اساسي برخه ده

په قطرکې دافغان مسئلې دحل په اړه د امریکایی مرکچیانو او طالب مشرانوترمنځ داتم پړاؤ دټکنی کیدا وروسته خلیلزاد لومړی هند اوبیا جرمني ته تللی څودجرمني سره په مشوره دافغان سولې په اړه په راتلونکي کې ګټورګامونه پورته کړي.
خلیلزاد په جرمني کې دهغه هېواد د لوړپوړچارواکو علاوه دبهرنیوچارو وزیر هیکوماس سره هم کتلي اوپه افغان مسئلې کې ېې دجرمني دهڅوستاینه کړیده خلیلزاد د هیکوماس سره په خبرو کې ویلي چې د افغانانو خپلمنځي خبرې د سولې اساسي برخه ده.
له بلې خوا په قطرکې دطالبانو دسیاسی دفترمشر ملا عبد الغني برادردګاونډیوانو ترڅنګ دهغو هېوادونوسره مشورې کوي چې دافغانستان په سوله کې نیک نیت لري ځکه ېې دازبکستان ته یوه پلاوي په مشرۍ سفرپېل کړیدی، ازبکستاني چارواکو په قطرکې دهغه هېواد سره د افغانانو د بلې خپلمنځي غونډې د کوربه توب وړاندیز کړی او طالبانو یې هرکلی کړی دی.
دمخه امریکایی پلاوی او طالب مشرانو رسنیوته ویلي وو چې په خبرو کې پرمختګ شویدی خو داسې ښکاري چې څه ستونزې شته چې د دواړو خواړ ترمنځ ېې موافقه ځنډنۍ کړیده ځکه خلیلزاد جرمي او طالب مشرانو دازبکستاني چارواکو سره مشورې پېل کړیدي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*