افغان حکومت ازبکستان ته د طالبانو پر تگ اعتراض کړى

په داسې حال کې چې د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبد الغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د ازبکستان د سمرقند له والي سره کتلي، چې ازبکستاني چارواکو پکې د افغانانو د بلې خپلمنځي غونډې د کوربه توب وړاندیز کړی او طالبانو یې هرکلی کړی، افغان حکومت د ازبکستان له خوا د طالب استازو پر کوربه توب نیوکه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټوېټر لیکلي، د ازبکستان له خوا په رسمي توګه د طالبانو کوربتوب د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو د اسانچاري څرګندونه نه کوي.

د افغان حکومت په غبرګون کې راغلي، له ټولو هېوادونو، په تېره بیا ګاونډیانو یې غوښتنه دا ده چې د سولې بهیر کې د افغان حکومت او خلکو مشرتابه او مشرۍ ته درناوی ولري حکومت زياتوي

”افغانستان تل د افغان سولې بهیر کې د نړیوالو، په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ هرکلی کړی. ازبکستان هم د یوه دوست او ګاونډي هېواد په توګه په دې بهیر کې خپل چمتووالی ښودلی.”

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*