په پاکستان کې د نواز شریف لور مریم نواز نیول شوې

د پاکستان د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې دپاکستان د سیاسي مخالفه مریم نواز نیولې ده.

مریم نواز د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مرستیاله ده. نوموړې  داسې مهال نیول شوې چې د خپل بندي پلار نواز شریف چې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخوانی صدراعظم دی، د لیدو لپاره لاهور ته تللې وه.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند ویانده مریم اورنګزیب ويلي دي  تر اوسه د هغې د نیول کېدو د دلیل په اړه څه نه دي ورته ویل شوي.

د پاکستان د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې مریم نواز د چوهدري شوګر میلز په نوم د قند د یوې کارخانې د سوداګریزو معاملو د یوې د مشکوکې قضیې په تړاو نیول شوې ده. مریم نواز د دغې کارخانې یوه عمده پرخه لرونکې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*