
په کاپيسا ولايت کې دواده پر مراسمو د وسله والو کسانو د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالشايق شورش ويلي دي ، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د ولايت دمرکز محمود راقي اړونده د هروکي په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د واده د مراسمو پر مهال د دوو پخوانيو قوماندانانو د وسله والو کسانو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته ډزې شوې دي.
شورش وايي، چې په دې ډزو کې څلور تنه وژل شوي، خو د ټپيانو په اړه يې معلومات نه درلودل.
د نوموړي په وينا، پوليس سيمې ته رسيدلي او د مجرمينو د نيولو هڅې يې پيل کړې دي. ده وويل، چې دغو قوماندانانو پخوانۍ دښمنۍ لرلې.
Leave a Reply