د حل پردرشل ولاړه سوله بيا ټکنۍ شوه

سرليکنه

له بده قسمته په افغانستان کې د جګړې د بندښت لپاره هيڅ ستونزه نشته، داسې څه نشته چې د جګړې مخه ونيسي، يوه پيښه ونه شوه چې په افغانستان کې د جګړې د دوام په وړاندې خنډ شي خود سولې په وړاندې ډول ډول ستونزې رامنځ ته شي او سوله ټکنۍ کړي.

دوه کاله دمخه چې د چين په ارومچي کې دافغانستان د مسئلې د حل په اړه غونډه جوړه شوه طالب مشرانوپکې د برخې اخستنې اعلان وکړ د کابل څخه هم حکمت خليل کرزي پر مشرۍ پلاوى ورغلى وو اود ارومچي سولې ته ټولو افغانانو سترګې نيولې وي ناڅاپه اعلان شوه چې ملامحمد عمرله دې دنيا څخه  د آبد لپاره سترګې پټې کړيدي.

که څه د ملامحمد عمر د مړينې دوه کاله شوي وو خو لکه دمخه مې چې وويل له بده قسمته د سولې پرمهال ېې د مړينې اعلان وشو او سوله ټکنۍ شوه .

له هغې را وروسته په افغانستان کې جګړه ورځ په ورځ ګرميده خو سوله تر واورې سړيږي چې بلآخره په قطرکې د سولې مذاکرات تراوم پړاوه ورسيدل خو دهرې غونډې په پاې کې رسنۍ يواځې همدا ليکي چې پرمختګ شويدى او دې پرمختګ تر اوسه د سولې رنګ رانه وړو.

اوس طالب مشران ازبکستان او خليلزاد هند ته تللى دى په داسې حال کې چې  په قطرکې دسولې دخبرو اتم پړاو پېل شو اود سولې پر وړاندې پراته خڼدونه يوڅه له منځه يوړل شول،  مذاکرات د سولې د حل درشل ته ورسيدل، خو  نندرامودي پرکشمير خپل پوځونه ورپلي کړل او د افغانستان مسئله چې نيمايي برخه ېې د ګاونډيانو پورې اړه لري دګاونډيانود رول په  منځه په وړلو ېې د خنډ سره مخ کړه .

هغه امريکا چې په وار وار به ېې ويل پاکستان د افغانستان په مسئله کې اخلاص نه لري، خوچې دافغانستان د مسئلې په حل کې  ېې د پاکستان اخلاص وليده دکشميرپه لانجه ېې اخته کړ، داچې مودي سره دامريکا اشاره او مرسته ده اوکه خپله په داسې حال کې چې د افغانستان مسئله د سولې درشل ته  ورسيده کشميرېې په هند کې ورګډ کړدلته دوه نظره دي  يونظر داې چې داد امريکااشاره ده اوبل دادې چې  مودي خپله داقدم پورته کړ دابه وروسته څرګنديږي .

پخواني شوروي اتحاد چې په افغانستان يرغل کړې ؤ امريکا ټوله نړۍ اسلامي او غيراسلامي هېوادونه د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پرخلاف راپورته کړي وو او چې په ژنيواکې په ١٩٧٩د دسامبرپه ٢٧مه د  روسانو د وتلوموافقه کيده يواځې د ملګرو ملتونو د سيوري لاندې کورت والدهايم دسياسي چارو مرستيال خاورپريزديکوياردافغان مسئلې دحل پاره دپاکستان، ايران او افغانستان ځانګړې استازى وټاکه او د موافقې ټولې برخې د هغه له نظره تيريدې بيا عملي کيدى.

د ژنيوا په مذاکراتوکې  د کابل له اړخه د شامحمد دوست او په  وروستيودرې کالوکې د بهرنيوچارو وزيرعبدالوکيل  ديوه پلاوي په مشرۍ برخه درلوده چې دملګرو ملتونومنځګړتوب ته ېې درناوې درلود.

کله چې  د ملګرو ملتونو د سيورې لاندې له افغانستان څخه  روسان وتل دهغه وخت روسي واکمن ګرباچوف  رسنيوته وويل روسان بايد له افغانستان څخه  ژر راووځي  چې په افغانستان کې د روسانو پاتې کيدل موږ لپاره ناسور دى

اوس هم په افغانستان کې دامريکايي پوځونو پاتې کيدل دامريکا لپاره ناسور دى خو ټرمپ په يوه اوبله بهانه  دافغانستان سوله ټکنۍ کوي.

دابه وروسته څرګنده شي چې طالب مشران له تاشکنده د ازبکستان د لوړپوړوچارواکو، دافغانستان په برخه کې د سياستوالو او د ازبک ولسمشرلخوا دافغانستان لپاره د ځانګړي استازي عصمت ايرګاشيف سره څه ډول او خليلزاد دهندي واکمنواودافغانستان دحالاتو څارونکوسره څه ډول مشوري کوي.

تاشکند څه موده دمخه اراده ښوولې وه چې دافغانستان په اړه ديوې غونډې کوربتوب وکړي، کيداې شي په قطر کې د اتم پړاو له پاې وروسته په تاشکند کې غوڼده جوړه شي  ځکه دا مهال په قطرکې خبرې ټکنۍ شويدي اوداسې معلومات هم شته چې امريکايي مرکچيان په قطرکې نه ليدل کيږي خولکه څرنګه  چې څو اوونۍ دمخه د ملابرادرپه مشرۍ د طالبانو پلاوي داندونيزيا د لوړپوړو چارواکو سره مشورې وکړي داسې به د تاشکند دلوړپوړو چارواکو سره هم مشورې وکړي د پاتې خبرو لپاره به يو تصميم ونيسي خو اوسمهال دحل پردرشل ولاړه سوله بيا ټکنۍ ښکاري

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*