پاکستان د هند د سفير دويستلو پريکړه کړې

د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د هند د سفیر ويستلو  او له هند سره د هر ډول تجارتي اړیکو د ختمولو  خبره وکړه

. دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي چې هند دوه ورځې وړاندې تر خپلې ولکې لاندې کشمیر د ځانګړي حیثیت ختمولو پرېکړه او هلته یې زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړل.

د پاکستان  بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوه ځایي تلویزیون سره خبرو کې دا هم تائید کړه چې پاکستان به په نویلي ډیلي کې خپل سفیر بېرته هېواد ته ور غواړي.

د پاکستان د حکومت په يوې  اعلامیه کې  ويل شوي ، لومړي وزیر عمران خان په کشمیر کې د هند نژاد پاله چلند او له بشري حقونو سرغړونو د افشا کولو لپاره د ټولو دیپلوماتکیو لارو چارو د کارولو هدایت کړی.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې لومړي وزیر عمران خان د پاکستان پوځ ته د “بیدار اوسېدو” امر کړی دی.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*