ټول پښتانه په همدې خبره ولاړ دي

 

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

دغه ليكنه يواځې تاريخ نه دى؛ د زړه درد هم دى، چې يې ليكم. كه په مونږ كښې يا زمونږ په خاوره كښې دا استعداد نه واى؛ نو د سور ، ساك او پاكت مدنيتونه، كوشاني ( كوچياني ) يفتلي ، صفاري ، غزنوي، غوري، هوتك او ابدالي غښتلي دولتونه به څنګه جوړېدل ؟

د ابدالي امپراتوري له نړېدلو څخه دومره مهال نه دى تېر؛ په نولسمه پيړۍ كښې نړيدلې،خو زمونږ ستر ګې له ليدو پاتې شوې ، خپل او پردى مو ونه پېژندلو.

لكه ړوند چې لاس دبل په اوږه كښيږدي

هيڅ ژوره لوړه نه وي ورمعلومه_(رحمان)

ميرويس نيكه ويل : ” هرڅوك، چې له ظلم څخه د عدل لوري ته راځي، زمونږ وروڼه دي”.

احمدشاه بابا ويل : “افغانستان دارالامان دى. يعنې هرچاته دلته امان دى”.

عدل او امن _ افغان او افغانستان دى. يعنې يوه خاوره، چې هلته امن او عدل وي.

ټول پښتانه په همدې خبره ولاړ دي؛ څوك، چې ولاړنه وي، پښتون نه دى. عدل او امن دخارجي قدرتونو په ځولۍ كښې مه لټوئ. هغه له خپل بابا او نيكه څخه زده كړئ؛ پرهمت او تورې يې خپل كړئ.

اعتمادالسلطنه د شاه محمود هوتك يوه كيسه ليكلې :

كله، چې شاه محمود د ايران ( عجم) پرتخت كښېناست؛ حكم او فرمان يې پيل كړ، دسپاهيانو ذخيره ( غله) يې ښاريانو ته وركړه او خلك نه يواځې دا،چې ماړه شول،بلكې غله هم ارزانه شوه. څوك، چې له اصفهان څخه تښتيدلي وه؛ بيرته راغلل.

په يوه شاهي ميلمستيا كښي،گ چې ټول درباريان او قومي مشران ، عالمان حاضر ول؛ شاه محمود افغان هغه خلك، چې شاه حسين سره يې خيانت كړى و، مجازات كړل او هغو، چې له شاه محمود سره يې مرسته كړې وه، هغوى هم مجازات شول ([1]) يواځې دحويزې خان يې بندي كړ. هغوته، چې دايران پادشاه شاه حسين صفوي سره وفادار پاتې ول، هغوى ته يې وويل : تاسې خپل پادشاه سره په صداقت كار كړى، ټول پرخپلو عهدو پاتې ياست. په دې ډله كښې معتمدالدوله هم پرخپل مقام پاتې شو.

معتمدالدوله وويل : چې دنوي پادشاه حضورته يو عرض كوم او هغه دا، چې زه به هر ډول خد مت په صداقت وكړم ،خو مابه د شهزاده طهماسب جګړې ته نه استوئ؛ ځكه ما ددغه كورنۍ مالګه خوړلې ده او همدغې كورنۍ پاللى يم .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*