د قرغیزستان پخواني ولسمشر د نیولو عمليات شوي

د قرغیزستان امنیتي ځواکونو د پخواني ولسمشر الماس بیګ اتامبایوف پر استوګنځي  بريد کړى چې نوموړي ونيسي

چارواکي وايي د ښاغلي اتامبایوف پلویانو له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې چې یو کس پکې وژل شوی.

اټکل دی چې ښاغل اتامبایوف لاهم د پلاېمېنې بیشکک څنډو کې په خپل استوګنځي کې دی.

اتامبایوف د دولت له خوا په فساد تورن شوی و.‌ ددغه هېواد پارلمان هغه ته قضايي مصونیت په تېره جون میاشت کې لغوه کړ. نوموړی  پر ځان د فساد تور ردوي.

د قرغیزستان د ملي امنیت کمېتې (جي کې اېن بي) په وینا، “یوازې په پلاستیکي مرمیو” ځانګړو ځواکونو د تېرې چارشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر د نیولو په ځانګړو عملیاتو کې ګډون کړی و.‌

دغه کمېټه وايي، د امنیتي کسانو په ننوتلو سره د ښاغلي اتامبایوف پلویانو د اصلي مرمیو ډزې وکړې.

د روغتیا وزارت وايي، په کوی تاش کې نښتې ۳۶ کسان چې امنیتي سرتېري هم پکې شته ټپیان شوي دي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری چې په مرمۍ ټپي شوی و په ډېر ناوړه وضعیت کې روغتون ته یووړل شو او هلته یې سا ورکړه.‌

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*