په کابل کې چاودنه شوې

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ويلي دي، نن  ګهیځ شاوخوا نهه بجې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې دروازه کې چاودنه شوې ده، ویاند نصرت رحیمي  پر خبره   د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې دروازه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چوول شوی

له چاودېدونکو توکو ډک موټر د شپږمې امنیتي حوزې د نظام قراول امریت په نښه کړی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه کابل امبولانس د چاودنې له ځایه ۹۵ ټپیان روغتونونو ته لېږدولي.

د برید مسؤولیت  طالبانو منلی ویاند  يې ذبیح الله مجاهد پر  خپل ټویټر لیکلي، د برید هدف یې شپږمه امنیتي حوزه کې د جلب او جذب مرکز و.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*