ټكنالوژي :

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

مونږ په تاريخ كښې لولو،چې په غور كښې ښه وسله جوړېدله او نورو هېوادونو ته صادرېدله. دسلطان علاوالدين غوري اوسلطان سنجر سلجوقي جګړه هم په دې وشوه، چې دغور پادشاهانو سنجر سلجوقي ته يو څه وسله وركوله او سلطان علاوالدين غوري هغه وسله پرې بنده كړه.

د غور ټكنالوژي په دې غوره وه،چې:

الف : داوسپنې لاسته راوستل او له هغې صنعتي شيان او وسله جوړول:

دغور مشهور ښار اّهنګران نوميدلو او له دې ځايه اّهنګران نورو سيمو ته تلل او هلته به يې پخپله كار ځايونه جوړول. په ټول لوى افغانستان كښې داّهنګرانو كلاګانې او باغونه په ښه والي يادېدل .

ب : ددوى مهارت اوپوهې ته پام كول:

په غوركښې ، فيروزكوه ، سنګه ، مندېش ، اّهنګران مشهور ښارونه ول، چې زر جنګي كلاوي يې درلودې…. اوس داپوښتنه كېږي،چې دومره غښتلى هېواد، چې اديبان، شاعران، طبيبان،عالمان اوستوري پيژندونكي يې درلودل؛ نوكه غربي تكنالوجي نه وه، هماغه او هومره تكنالوجي واى، بيا به هم يوښه ښكلى او غښتلى هېواد نه و؟

ددغه زرو جنګي كلاګانو څه تفصيل،خو دچنګيز په جګړوكښې راغلى دى اّيا مونږ همت له لاسه وركړى، چې اوس موڅه په وس كښې نه دي ؟

ماسره دانګليسانو هغه ليكلى اعتراف هم شته، چې د افغانانو ، خپله جوړه كړې وسله زمونږ تر وسلې ښه او رسا وه.

بې خبري لويه بلا او لوى نعمت دى :

زه، چې خپل وطنوال دلته خوشحاله وينم؛ دوى نه پوهېږي، چې د دوى خپل هېواد ترامريكې هغه مهال مخكې و يا دا، چې امريكا ليا نه وه زېږيدلې.

دوى ته دا بې خبري لوى نعمت دى او كوم ناتار، چې د افغانستان پرخلكو تېرېږي دا لويه بلا ده.

دايوه اوږده لاره ده، چې افغانان په كښې خپل لوى تاريخ او خپله لويه لار ومومي.

لومړني هوښيار خلك افغانان ول،چې مدنيتونه او امپراتورۍگ د دوى وې،خو اوس خپله لاره نه شي موندلى ؟!

نړيخواره تل افغانستان ته راغلي او راځي؛ځكه،چې زمونږ تومن په څلور لاري كښې دى. كه له ختيځ لوري لويديځ ته لاړشي اوكه له لويديځ لوري څخه ختيځ ته يا له شمال څخه جنوب ته او له جنوب څخه شمال ته؛ مونږ هرومرو ورسره مخامخ كېږو .

مونږ بويه په دې كيفيت پوه شو او نور خپل نسل تباه نه كړو .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*