
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشال سادات ويلي دي ، د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د طالبانو ننني موټر بم برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي دي.
خوشال سادات د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چې په ټپیانو کې ۹۲ ملکي وګړي او پاتې امنیتي سرتېري شامل دي.
دغه موټر بم چاودنه نن چهارشنبه سهار ۹بجې د «زمري میاشتې پر۱۶مه» د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د پولیسو د ماموریت د قراول په دروازه کې رامنځته شوې ده.او طالبانو يې پړه پر غاړه واخيسته
Leave a Reply