بريتانيا دايران پر خلاف د امريکا په ټلوالې کې ورداخله شوه

برتانیا په رسمي ډول  ويلي دي  چې د فارس خلیج د سمندري امنیت لپاره د امریکا له پوځي ټلوالې  سره یو ځای کېږي.

دا خبره  د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک روب کړې او زياتوي چې ایران د امریکا په مشرۍ دا ټلواله غندي او وایي، په دې سیمه کې سمندري امنیت د ایران مسئولیت دی.

برتانیا وايي د فارس په خلیج کې دا پوځي ائتلاف د سوداګریزو بېړیو د امنیت د لپاره رامنځته شوی چې په دې چاره کې د امریکا له متحده ایالاتو سره همکاري وشي، او نور متحدین به هم وهڅوي څو له دې ائتلاف سره یوځای شي.

خو داسې نښې نه ښکاري چې ګنې نور اروپايي هېوادونه دې له دې ائتلاف سره یو ځای شي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*