٤٠٠کلنه ديموکراسي او ١٤٠٠کلن حجاب

ليک س، سيرت

امريکا په ١٦پيړۍ  کې د برتانيې مستعمره وه هغه وخت دامريکا د جوړښت فکرهم چا نه شو ‏کولاى

‏ هرڅه د پرنګي په واک کې وو خو يوشمير امريکايانوسره د ١٥پيړۍ  په پاى  کې د پرنګي له ‏مستعمرې نه د ځان دخلاصون او خپلې ديموکراسۍ پوښتنې موجودې وي چې ولې مونږ له ‏پرنګه ځان خلاص نه کړو

‏ ١٧پيړۍ  ته په نږدي کيدا امريکا يانو له پرنګه د ازادۍ غږ پورته کولوته ځان جوړاوه خو ‏پرنګ به په څټ ګوزاره ورکاوه

‏ آخرداچې په ١٧٧٥م کې  د برتانې پرخلاف سياسي او بيا د مظاهرو په کولو سخت مخالفت ‏پېل چې د نيولو او زنداني کولو ترکچې دا مخالفت ورسيد.‏

امريکا يانو به برتانيي ته ويل مونږ بې له ديموکراسۍ نورهيڅ نه غواړو د برتانېې سره مخالفت ‏زياتيده اوامريکا له  برتانېې د ديموکراسۍ په نوم جدا شوه، دهغه ديموکراسۍ په نو م  تيره ‏ورځ د امريکا په ويرجينيا کې غونډه جوړه شوې وه دې غونډې ته د د يموکراسۍ د ٤٠٠کلنۍ ‏په پوره کيدا د غونډې برخوالو ډير درناوې وکړ،

‏  دې غونډې ته ټرمپ هم ورغلې ؤ د نورو ديموکراسۍ پيژندونکو او ديموکراسۍ خپروونکو ‏ترڅنګ ټرمپ هم وينا وکړه خو د وينا پر مهال د ټرمپ پرمخ اوبيا پرسر يو مچ تاويده خواو ‏شا ټولې کېمرې ټرمپ ته سترګه سترګه وې

‏ ټرمپ ډيرې هڅې وکړې چې مچ له مخ او سره وشړي خومچ چې د ديموکراسۍ په غونډه کې ‏ېې ځان شريک ګاڼه داېې ځانته حق ورکاوه چيرته چې ېې خوښه وي هلته به ناست وي  .‏

ټرمپ خپل سرته ډير ټکانونه ورکړل څو مچ ېې له سره ولاړ شي خومچ دخپلې خوښې دځاى ‏او ديموکراسۍ له حقوقو نه تيريده ،

‏ په غونډه کې د يوشمير برخوالو لخوا پرټرمپ نيوکې وشوې چې له برتانېې څخه د ديموکراسۍ ‏‏٤٠٠وم کال نمانځې او مچ ته اجازه نه ورکوي چې لږ وخت دې په خپله خوښه پرسرناست ‏وي؟،

‏ د دې نه داڅرګنديږي چې په امريکا کې ديموکراسي شته خو دهرچالپاره نه، ازادي شته خو ‏دهرچالپاره نه ، د بشر حقوق شته خو دهرچالپاره نه ، په انسانانو رحم شته خو دهرچالپاره نه ‏که دا هرڅه يوشان واى او په رښتيا په امريکا کې ديموکراسي واى نو نه به  ټرمپ له خپله ‏سره مچ شاړه او نه به په ګوانتناموکې زندانيان په ډول ډول غذابونو زورول کيدل.‏

تېره ورځ په ايران کې پر درې ښځو چې له حجابه ېې انکارکړې ؤ د لس لس کالوتعزيري  بند حکم ‏شويدى،  دا درې ښځې  مژګان کشاورزه، منيره عربشاهي او درېېمه ېې ياسمن آريانۍ نوميږي  درې ‏واړو ښځو ته د ١٤٠٠کاله راهيسې اسلام کامل په رڼاکې د  مقدس دين د نورو اسلامي اخلاقو، ادابو ‏اواصولو ترڅنګ پر مسلمانانو حجاب لازمي ګرځول شوېدى،

‏  دوې ترې سرغړونه کړيده ددې ١٤٠٠کلن کامل دين په داخل کې د حجاب او اسلامي اخلاقو څخه په ‏انکار پردوې لس لس کاله تعزيزي بند حکم  شويدي، مانا داچې په اسلامي ټولنه کې پرهرمسلمان داسلام ‏دمقدس دين ټولو اصولو ته دغاړې  ايښودل لازمي او فرضو ته به ېې فرض وايو.‏

د ايران قضايه قوې ويلي چې په دې درې واړو ښځو يواځې د حجاب نه په انکاردا پريکړه نه ‏ده شوې بلکې دې درې واړو ښځو د ايران دملي امنيت او نظام پرخلاف تبليغ، دمقدساتوتوهين ‏اوفحشا ته په لمن وهلو  چې دا ټول د اسلام د ١٤٠٠کلن مقدس دين پرخلاف دي پريکړه شويده ‏‏.‏

داچې ټرمپ د ديموکراسۍ په ٤٠٠کاله پوره کيدونکې غونډه کې مچ ته په خپله خوښه د ‏کښناستو اجازه نه ورکوي او په ايران کې د اسلام د مقدس دين چې ١٤٠٠کاله دمخه مونږ ته ‏پکې د اخلاقي ژوند اصول ښوول شويدي له انکار ه ېې درې ښځې په دې زنداني کيږي چې په ‏ټوله اسلامي نړۍ کې مسلمانان په حجاب او اسلامي اصولو موافق ژوند وکړي د حق پرباطل ‏دغلبې ثبوت دى ، په حجاب کې د مسلمانانو ترمنځ هيڅ اختلاف نشته د نړۍ په هره برخه کې ‏چې وي او دهرمذهب(مسلک) لرونکي مسلمانان وي حجاب ېې په اسلامي اخلاقوکې  شميرل ‏کيږي .‏

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*