افغان ملي اتل زبردست خان په هرمز کې

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

افغان ملي اتل زبردست خان په هرمز کې
د پښتنو دعبرت ورځ ده پر ١٧٢٩ ع کال چې دسپتمبر دوه يمه ورځ وه افغان ملي اتل زبردست خان دهرمز له جزيرې هالنديان وشړل او دهرمز له جنګي کلا څخه يې دهالنديانو رپى ( بيرغ) کوز کړ . دزبردست خان نوم محمود و کله چې اعليحضرت شاه محمود هوتک هغه ته دزبردست خان لقب ورکړ نو بيا به زبردست خان اوڅار شو زبردست خان زړور عادل او فاضل سړى و دهغه خبرې ډيرې دي چې يوه يې داده لکهارت انګليس ليکوال چې د صفويانو دلويدلو پر نوم يې کتاب ليکلي دي وايي (( زبردست خان وليدل چې په ايران کې اروپايان دي نو ده يوه اروپايي ژبه ( هالندي ) زده کړې وه او دوه يمه يې زده کوله هغه غوښتل چې د ژباړونکي پر خولې خبرې ونه کړي . کيداى شي دده شخصيت زمونږ لپاره بې سارې نمونه وي حال دا چې ډيرو پښتنو دده نوم نه دى اوريدلاى اوس دهالند عسکر په هلمند کې دي او د هالند صدر اعظم کابل ته راغى و په هالند کې پوه خلک پوهيږي چې دهالنديانو چار په ايران کې د اعليحضرت سويمن شاه محمود هوتک له ورتګ سره پاى ته رسول شوى . دهالنديانو په ورځنيو ياداښتونو کې داخبره راغلې ده دغه ياداښتونه په ١٣٧٦ لمريز کال کې پنځه زره پنځه سوه ټوکه چاپ شويدي . له دې وروسته دهوتکو پېر مونږ ته نور هم روښانه شو او ډير سم معلومات به کې شته يواځې چا چې پر پارسۍ ژباړلاى افغانانو ته غصه لري . ډيرې جملې يې دخپلې خوښې له مخې ليکلي ترڅو چې متن پر بشپړ امانت نه وي موندل شوي همدغه کتاب ډېر ښه ماخذ دى . پښتانه کولاى شي چې په دې برخه کې ډيره څيړنه وکړي ځکه پښتون ياديږي او د بلا دغسې سپهر دده ټټر دى . زبردست خان ملي اتل په هرمز کې له انګليسانو ، پرتګاليانو او هالنديانو سره دهرمز په جزيره کې پر سياست او جګړې مقابله کوله . اعليحضرت شاه اشرف هوتک له زبردست خان سره اړيکې نيولې او هغه ته به يې لارښوونه کوله . سره له دې چې اروپايانو پخپلو کې رقابت لرلو خو افغانانو ته يې موقع نه ورکوله زبردست خان دوى پر سياست کولو پر شا وتمبول چې په هغو کې پياوړي هالنديان هم ول کله يې چې هالنديان لاس پر سر کړل افغان مشرانو غوښتل انګليسانو پسې هند ته لاړ شي او له هغه ځايه يې هم وشړي چې دا هم دهالنديانو په ورځينو ياداښتونو کې راغلي . څوک نه پوهيږي چې دغه اروپايان په اتلسمې پيړۍ کې دنړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته تلل او هلته يې دتجارت پر نوم دفترونه جوړول بيا يې ګودامونه برابرول او نورو ښارونو ته يې استازي ليږل يو جال يې غوړولى و عسکري واړه ټولي يې راوستل او محلي خلکو ته يې هم دنوکرانو پر بنې تنخواه ورکوله . ايران ته هم دغه اروپايان ( هالنديان ، انګريزان ، فرانسويان ، پرتګاليان ) راغلي وه اعليحضرت شاه اشرف هوتک زبردست خان وګومارلو چې داروپايانو ټغر ورټول کړي او هغه ددوى عسکري قوتونه په هرمز کې ووهل او ويې شړل تر دې حده چې ده غوښتل له هندوستان څخه يې وباسي . دغه سياست پوه افغان پر دې پوهيده چې اروپايان ، ايران او هندوستان ته له بحري لارې راځي ايران دافغانانو په لاس کې و ل اوغوښتل يې چې دهند بندرونه په لاس کې ولري خبره له خپلو ويجاړه شوه چې سر يو موټي نه ول

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*